په پېښور كې ” د پښتون قامي جرګې “

دوه ورځني سيمينار ته د ډاكټر كبير ستوري وينـــا

د لوى، بښونكي او مهربان خداى په نوم

عزتمندو مشرانو، درنو پښتنو، ملګرو او دوستانو!

په نړۍ كې ډېر وېشل شوي قامونه بېرته سره يو شو، خو پښتانه لا همغاغسې وېشل شوي پراته دي، چې د خان لالا په قول “منفي اغېزه يې نه يوازې په پښتون قام، بلكې په ټوله منطقه كړې، خو پښتون قام ددې منفي اغېز وجوت احساس نه لري”. زه دې موضوع ته د ځغلندې كتنې په خوا كې دپښتون د قامي وحدت لاره راپه ګوته كوم .

1_ د پښتنو د وېش د منفي اغېزو احساس :

زما په اند د پښتنو د وېش د منفي اغېزو د جوت احساس د كموالي علت د پښتون ولس او پښتنو سياسي واكمنو په تضاد كې پروت دى، چې د ډېرې مودې راهيسې شته دى. پښتانه باچاهان او جمهور رئيسان په تاريخ كې ډېر تېر شوي دي، خو د دوى اړيكې له پښتو ژبې سره چې د قامي پېژند (قامي شناخت) نښه ده، ګوډ او شل و او د دربار يا دفتر ژبه يې پښتو نه وه. ځينو يې حتى خپله ژبه او كلتور باالكل د لاسه وركړى و او د پردي كلتور نماېنده ګان ګرځېدلي و، چې په نتيجه كې يې په افغانستان كې د اوسېدونكييو پښتنو په سلو كيې لس لكه څنګه چې سمسور افغان د دوهمې سقاوۍ په نامه كتاب (چې په 1998 عيسوي كال په پېښور كې چاپ شوى دى) راپه ګوته كړي دي، فارسيوان شوي او په سلو كې پېنځه نور يې د څېړنېز اټكل له مخې د پېژند د كړكېچ په رنځ اخته شوي دي. دوى پښتو باالكل هېره كړې نه ده، خو ذهني فارسيوان شوي دي. فارسي ژبي پښتانه او ذهني فارسيوان شوي پښتانه د پښتون د وېش د منفي اغېزو جوت احساس نه لري. د دوى زياته برخه سركاري ليكوالان او چارواكي دي، چې له واكمنو سره يې نږدې اړيكې لرلې. پرته د دوى نه نور پښتانه او په تېره بيا پښتون ولس د پښتنو د وېش د منفي اغېزو جوت احساس لري.

لنډه دا چې پښتانه سياسي په اقتدار پاتې شوي دي، خو كلتوري ځپل شوي دي. له دې كبله ژبې او كلتور ته پاملرنه پكار ده او د پښتنو ژبني او كلتوري حقوق تر هرڅه مهم دي، چې پخپله مورنۍ ژبه د زده كړې امكانات، په مطبوعاتو، راډيو او تلويزيون كې عادلانه برخه ولري او هم پښتو سركاري (دفتري او رسمي) ژبه وي.

2_ د پښتون قامي وحدت لاره:

د وحدت يا يووالي فلسفي بنسټ نږدېوالى دى. دا چې پښتانه په افغانستان او پاكستان كې اوسېږي، نو ددې دواړو هېوادونو ترمېنځ د ژوند په ټولو برخو كې ګډ كار او نږدېوالى د يووالي په خدمت كې دى. په عمل كې د افغانستان د جګړې د پيل راهيسې ددې دواړو هېوادونو دپښتنو ترمېنځ نږدېوالى مېنځ ته راغلى دى، خپلوۍ شوي او دوستۍ جوړې شوي دي، ليدنې كتنې عامې شوي او پښتانه دوه كوره شوي دي. په نورو تورو سره د پښتون د قامي وحدت لړۍ (پروسه) مخ په وړاندې تللې ده.

نړېوالو حالاتو هم د پښتون قامي وحدت د لړۍ (پروسې) په ګټه وده كړې. ټلوالې (بلاكونه) ختم شوي دي، چې د پښتنو وېش يې غښتلى كوو. همدغسې د نړۍ اوسنۍ تخنيكي ودې د ځمكې تنابونه رالنډ كړي دي. د جغرافيايي پولو (سرحدونو) اهميت كم شوى او قامي پولې راښكاره كېږي. د نړېوالې ودې دا پړاو د ګلوبلاېزېشن (Globalisation) په نامه يادېږي. په دې پړاو كې هېڅ يو هېواد په ځانګړې توګه وده او ترقي كولاى نه شي. د يوې خوا غټې موْسسې او شركتونه چې د څو هېوادونو پورې اړه لري، سره يوځا كېږي او انټرنېټ د معلوماتو سربېره اقتصادي بازار ګرځي او له بلې خوا مختلف هېوادونه د اقتصادي مفاداتو په بنسټ كوچني او غټ وحدتونه جوړوي. په اوسني وخت كې د افغانستان، پاكستان او مركزي اسيا د نوو خپلواك شويو هېوادونو اقتصادي ګټې شريكي شوي دي. له دې كبله ددې هېوادونو ترمېنځ د اروپا د اتحاد په نمونې سره د يوې اقتصادي ټولنې جوړول پكار دي.په اوسني وخت كې د افغانستان او پاكستان پښتنو اوسېدونكيو ته د ډبل تابعت يا شهريت امكانات وركول او هم په غېر د كاغذونو د تګ راتګ او تجارت ازادي مهمه ده. پښتون په سيمه كې 50 مليونه قام او د ثبات ځواك دى.

د پښتون قومي وحدت نه يوازې د پښتون قام او منطقې په ګټه دى، بلكې د ټولې نړۍ په ګټه دى او په منطقه كې د ډيموكراسۍ د ودې، امن، سوكالۍ او ابادۍ لپاره ضروري دى. ددې هدف لپاره د ټول پښتون يوې ولسي (عوامي) دايمي جرګې جوړولو ته اړتيا ليدل كېږي، چې له يوې خوا په پښتنو واكمنو زور راولي، چې د پښتون برخه خوري، نو پښتو پښتونولي تر هرڅه مخكې كړي او د بلې خوا په ولسي سويه د ژوند په ټولو برخو كې د افغانستان او پاكستان ترمېنځ د نږدېوالي هڅه وكړي.

ډاكټر كبير ستورى

د پښتون سوشل ډيموكراټيك پارټۍ مشر