د پښتنو د يوالی په ورځ کولن 12 نومبر 1994





د لوى او بخښونكي خداى په نامه

درنو ميلمنو او ګرانو وطنوالو ! زه د تاسی څخه د پښتنو د ټوليز ولسوليز ګوند له اړخه خوښنه کوم چې خپل کارونه مو پريښودلی او دلته مو په خپل راتګ سره د پښتنو د يووالی ورځ درنه او ښکلی کړی ده . د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند چې تاسی ئې د پښتنو د يووالی د ورځی جشن ته رابللی ياست د پښتنو د ملی ازادۍ د غورځنګ يوه برخه ده چې په 1929 کال کې د انګريزی ښکيلاک په ضد د باچا خان « فخر افغان » په مشرۍ منځ ته راغلی دی . په افغانستان باندی د شورويانو د يرغل وروسته د پښتونخوا په دننه او بهر کې ددې غورځنګ پلويانو د يوه داسی ټولنيز ولسوليز ګوند د جوړيدلو ضرورت وليده چې د پښتونولۍ او ملی علايقو په بنسټ ولاړ وی او د وطن د ازادۍ او امن چغه پورته کړی . وروسته د اوږدی مودی تيارۍ او تماسونو څخه د 1981 کال د فروری د مياشتی په 17 نېټه د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند بنسټ کيښودل شو چې لر او بر پښتانه پکې راټول شول. پښتانه چې په اوسنی وخت کې 50 ميلونه اټکل کيږی د نړۍ په لرغونو قامونو کې شميرل کيږي او د يوه بډای او موړ کلتور خاوندان دی چې پښتنونولی نوميږی . پښتونولی د جرګو يو ولسوليز سيستم دی چې بنسټ ئې په پښتو ولاړ دی ، پښتو يوازی د پښتنو ژبه نده بلکی د يو لړ صفتونو مجموعه ده لکه پت ، ښيګړه ، ميړانه ، توره ، ورور ولی ، ننګ او داسی نور چې هر پښتون ئې که موړ وی او که غريب بايده دی چې ولری. پښتو د ټولو پښتنو ګډه ښکلا ده نو ځکه پښتون نيکه خوشحال خان بابا وائی :
درست پښـتون له قـندهـاره تـر اټکه سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار

د جرګو سيستم چې د پښتونولی بنسټ جوړ وی او اوس په مونږ کې رواج دی د هډی ټولنو محصول دی چې لس زره کاله د مخه اټکل کيږي دا ددی مانا لری چې پښتون قوم لس زره کاله د مخه موجود ؤ . پښتنو په خپل دی اوږد تاریخ کې ډیری سړی او تودی ليدلی دی خو تل ئې خپل ملی هويت ساتلی دی . يو د بره سل کاله د مخه پيرنګيانو ددی هڅه وکړه چې د ډيورنډ د کرغيړنی کرښی پواسطه په مصنوعی توګه پښتانه په برخو وويشی خو پښتانه چې نه يوازی ګډ تاریځ ، ګډه ژبه ، او کلتور لری بلکی جغرافيائی وحدت هم جوړوی دغه کرښه په عمل کې نده مراعت کړی او بې د پاسپورته يو د بل سره تګ راتګ لری . څنګه چې د هند د نيمی وچی څخه د پيرنګيانو په وتلو سره د ډيورنډ تړون د ولسونو د حقوقو له مخی په اوتوماتيکی توګه د اعتباره لويدلی وو ځکه چې په کوم هدف چې دغه تړون منځ ته راغلی وو هغه هدف د منځه تللی ؤ ، نو د پښتنو ټولينز ولسوليز ګوند پرو سږکال دغه تړون چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوی په رسمی توګه د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردی کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه . په عمل کې هم د پښتنو يووالی د لړۍ په بڼه کې مخ په وړاندی روان دی، ددی لړۍ لومړی پړاو لری پښتونخوا ته د بری پښتونخوا د پښتنو په کډی کولو سره پيل شوی دی چې يو د بل سره تماسونه زيات شوی او ښيخی ګانی هم پکې منځ ته راغلی دی . د شوروی اتحاد د ړنګيدو وروسته د نړۍ په تاريخ کې نوی سياسی پړا پيل شوی دی . ددی پړاو نښی نښانی په کمونستی ډيکتاتور باندی د ولسولی بری ، د ښکپلاکی ځينزيرونو ماتول ، د ويشل شوو ولسونو بيرته يووالی او د خپلوکو هيوادونو جوړيدل دی. د نړۍ نوی سياسی نظم جوړيږی او نوی سياسی نقشه منځ ته راځی چې دا پپښتنو ته د يووالی او خپلوکی زيری ورکوی. د پښتنو يو خپلواک هيواد پښتونخوا په سيمه کې د سولی ثبات او ولسولی تضمين دی چې داسين د هيوادونو د ټولنی په نمونه سره د ګاونډی هيوادونو سره د خپلو ګډو علایقو په بنسټ د سیمی اود نړۍ دانسانانو د هوسائې د پاره ګډ کار کولی شی. کله چې مونږ د پښتونخوا څخه خبری کوو نو مطلب مو د احمد شاه بابا افغانستان دی داحمد شاه بابا لپاره د افغانستان او پښتونخوا نومونو يوه مانا لرله کله چې احمد شاه بابا د ډهلی تخت ونيوه نو ويويل :
د ډهلـی تخت هــيرومـه چـې راياد کـړم ځما د ښکلی پښتونخوا د غرو سرونه

د احمد شاه بابا افغانستان د ورونو قومونو پښتنو ، هزاره ، ازبک ، تاچک ، ترکمن ، بلوڅو او نورو ګډ کور دی . زمونږ د ګوند په منشور کې په فدرالی بڼه کې د ورونو قومونو حقوق خوندی شوی دی چې د هيواد په سياسی ، اقتصادی او ټولنيز ژوند کې د خپل شمير سره سم عادلانه برخه ولری . کومه ورور وژنه چې نن سبا زمونږ په ګران هيواد کې روانه ده مونږ ئې په کلکه سره غندوو او د ملګرو ملتونو او ټولو نورو هڅو ملاتړ کوو چې په هيواد کې د جرګو او مرکو له لاری سوله راولی او ډير ګونديزه ولسولی پلی کوی . په پای کې د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند د ميرمنو د ټولنی ، د ځوان پښتون ، د ننګيالی پښتون ، د پښتنو د کلتوری ټولنی ، د پښتون کور ، او ټولو هغه کسانو څخه چې ددی ميلی په تنظيم او سمبالښت کې مرسته سرته رسولی ده د زړه له کومی خوښنه کوم . د ټولو زياته خوښنه د پښتو د نامتو فنکارانو استاد شاه ولی ، انور خيال ، صاحب ګل او او انور شاه څخه کوم چې دا ميله په خپل فن او هنر رنګينه کړه.
ډاکتر کبير ستوری د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند مشر