د پسرلي احساس


په پسرلي كې د پسرلي احساس هم پيدا كېږي، دا چې د تودوخې زياتوالى او د لمر وړانګې د انسان په مغزو كې څه پيدا كوي، د پوهنې د څېړنې يوه موضوع ده.

كله چې پسرلى هېواد ته راشي، نو بيا يواځې مرغۍ نه چغېږي، بلكې په انسانانو كې هم د ژوند نوې سا غړېږي.

د پسرلي دا احساس ياځې په زړه او مغز كې پروت نه دى. په دې هكله د BoscGhun د Rugr د پوهنتون نړېوال پېژندل شوى استاد بيو ساپوه Onur Junturnun وايي، چې هر څه په سترګو كې پيل كېږي. موږ په دې پوهېږو چې زموږ د سترګو د ليدلو برخې دا توان لري، چې د رڼا د توپيرونو پته ولګوي. د سترګو د ليدلو دا برخه د ورځې او د شپې د تال په انتظام كې مهم رول لوبوي. دا تال زموږ په ژوند اغېزه لري. د ورځې اوږدېدنه چې د سترګو له ليارې ثبت كېږي، د موسم په دوران كې رول لوبوي.

Sunturnun زياتوي، چې په منځنۍ توګه په پسرلي كې له ژمي څخه ورځې اوږدې وي او د ژوو يا حېواناتو په تجربو كې ثابته شوې ده چې د پسرلي او مني موسمونه پرې اغېزه لري. ددې تجربو په لړ كې سړي ته دا پته لګېږي، چې پسرلى او منى د ژوو، حېواناتو د هارمون په سيسټم باندې اغېزه لري او د دماغ ډېرې نورې پېښې ددې موسمونو سره سمون خوري. په حېواناتو دا ډول تجربې ډېرې شوي دي، چې نتيجې يې د انسانانو لپاره هم اعتبار لرلاى شي.

د لمر وړانګې او تودوخه د انسانانو د هارمونو په سيسټم اغېزه لري او د تودوخې د زياتوالي له كبله ښځې هم نرۍ جامې اغوندي، چې وجود ته يې هوا پكې ورسېږي، چې دا بيا په سړو هم بل ډول اغېزه كوي. پوهاند Guntakun وايي چې دا خبره طبيعي ده چې په پسرلي كې هوا ګرمېږي او خلك هم بل ډول جامې اغوندي، چې سترګو ته غذا وركوي.

د پسرلي د لمر د رڼا او تودوخې له كبله سترګې په ښكليو كې داسې ښخې شي، چې زړه په درزا راولي. د پوهاند لپاره دا يواځْ د تودوخې د تنظيمولو يوه پوښتنه ده.

Guntakun وايي چې دا امكان لري، چې موږ په ژمي كې ډېره انرژي كاروو، چې د وجود حرارت يا تودوخه او ګرمي ثابته وساتو. په پسرلي كې ښكاره خبره ده، چې د بهرني تودوخي او د وجود دننني تودوخي ترمنځ توپير ډېر كم وي. دا د دې مانا لري، چې موږ ډېره انرژي په اختيار كې لرو. د اكثره بيو ساپوهانو لپاره ښكلول د اضافي انرژۍ د وېستلو مانا لري، خو پوهاند Guntakun وايي، چې په پسرلي كې پكار نه ده چې ښځې له سړو څخه جګ انتظارونه وكړي، ځكه چې دى په دې كې شك ګڼي چې دا اضافي انرژي واقعاً د ډېر او غټ فعاليت سبب ګرځي. كېداى شي چې اكثره وخت دا د غوړ په جمع كولو كې په كار واچول شي او ددې انرژۍ په اثر فعاليت منځ ته رانه شي.

ستوری مجله /5مه ګڼه /درېم کال / اپریل: ۲۰۰۹

STORI magazine

Jahrgang (Volume): 3/ Nummer (Number): 5 / April 2009