زمونږ فکر د ژبې سره نه شلیدونکی اړیکی لری . ددی لپاره چې د ژبې او فکر په اړیکو ښه پوه شو په یو مثال سره د فکر مهم اړخونه راپه ګوته کوو .
مثال : کله چې سړی په ژمی کې په حجره کې د شپی ښخ اوده وی او سهار د خوبه راپاڅی او د حجری څخه بهر را ووزی، ووینی چې ځمکه لمده ده نو فکر کوی چې د شپی باران شوی دی . که دی مثال ته ځیر شونو وبه وینو چې سړي خپله باران لیدلی او حس کړی ندی خو د ځمکی د لمدوای پواسطه پدی پوهیږي یا خبریږي ، په نورو تورو سره ،فکر د ناسیده ( غیری مستقیمی ) پوهیدنی یا خبریدنی لړۍ ده چې دا د فکر يو اړخ دی .
دغه نا سیده پوهیدنه یاخبریدنه د شیانو په منځ کې د اړیکو او نښتونو په بنسټ ولاړه ده تل چې باران شوی دی نو ځمکه ئې لمده کړیده او دغه نښتون څخه سړی خبر دی نو ځکه وائې چې د شپی باران شویدی دلته د فکر بل اړخ راښکاره کیږي ، چې هغه عمومی والی دی یانې د ځمکی د لمد والی او باران په منځ کې نښتون عمومی خوئی لری او د کوم یو خاص باران پوری د ځمکی لمدوالی تړلی ندی هر باران ځمکه لمدوي . په نورو تورو سره دا ددی مانا لري چې د فکر پر لړۍ کې مونږ شیانو د یوی ډلی د عمومی خاصیتونو سره مخامخ یو، فکر د یوی ډلی شیانو د عمومی خاصیتونو انعکاس او د شیانو په منځ کې د عمومی نښتونونو او اړیکو موندنه ده .
د فکر په «ناسیده توب او عمومی توب» کې د ژبې سره دفکر اړیکي پراته او نغښتلی دي.
ژبه که د یوی خوا د فکر څرګندولو « پوهیدلو او پوهولو وسیله ده » (۱ )
د بلی خوا د ژبی پواسطه مونږ فکر کووو او ژبه د فکر یو بڼه ده .
تیپلوف (Teplow ) د دننۍ یا بې غږه ژبی او د بهرنی یا غږ لرونکی ژبی په منځ کې توپیر کوي . او لیکی چې « بهرنی یا غږ لرونکی ژبه د نورو د پوهولو او دننۍ ژبه د ځان لپاره ده ،د کومی په مرسته چې مونږ فکر کوو او لدی کبله د فکر یوه بڼه ده . پخپله د فکر او د هغه د ژبنی څهری په منځ کې توپیر دا دی چې سړی هماغه یو فکر په مختلفو ژبو څرګندولی شی . پدی لړ کې فکر ثابت پاتی کیږي، که څه هم ټول لغاتونه بدلیږي هماغه یو فکر کولی شی چې دژبی مختلفی بڼی لری خوبی د ژبی د يوی بڼی څخه انسان فکر موجودیت نلری ( ۲ )
مطلب دا دی چې د فکر په لړۍ کې مونږ تل د عمومی نومونو او وییو ( استلاګانو یا لفظونو ) سره سرو کار لرو کومی چې د یوی ډلی شیانو د ګډو او مهمو خویونو ښکاروندوی دی. د مثال په توګه د « کلک »ويی د ډیرو شیانو خوی جوړ وی چې مونږ دغه ټول سیان چې کلک دی لیدلی نه شو خو فکر ئې کولی شو لدی کبله عمومی نوم یا ويي ( لفظ یا استلا ) د فکر یو څهره ده « هر فکر چې د انسان په سر کې تل پیدا کیږي دغه یوازی د ژبنی موادو او د ژبنی د وييو او جملو په بنسټ منځ ته راتللی او پیدا کیدلی شی . داسی فکر چې د ژبنی موادو څخه ، د ژبنی طبعی موادو څخه آزاد وی موجودیت نه لری » ( ۳ )
لنډه دا چې مونږ د ژبی په مرسته فکر کوو بی د ژبی څخه فکر هډو منځ ته راتللی او پیدا کیدلی نه شی ژبه او فکر نه شکیدونکی اړیکی لری .
ژبه یوازی د فکر د څرګندولو او پوهیدلواله نده بلکه د فکر یوه بڼه هم ده
اخستونځی :
ډوکتور هلالی « د ژبپوهنی مسالی » په کابل مجله کې ،ګڼه ۱۱ کال ۱۳۶۵ ، م ۷۲
(۲ )
Teplow : ( Lehrbuck der Psychologie )Frankfurt 1972, S128
( 3)
Stalin, J.W .: ( Der Marxismus und die Frage der Sprach Wissenschaft ) Dietz verlog ; Berlin 1951 , S 46
پښتونخوا/پنځمه ګڼه /دريم ټوک / اپریل: ۱۹۸۹
Jahrgang (Volume): 3 / Nummer (Number): 5 / April 1989