د پښتنو وحدت او یووالی دوخت غوښتنه ده

د پښتوټولنیزولسولیز ګوند مشر ډاکتر کبیر ستوری وویل چې :

دبلاکونو د منځه تګ او د کمونیزم د ړنګیدو وروسته د نړۍ په سیاسی تاریخ کې نوی پړاو پیل شویدی. پدی پړاو کې د یوی خوا ویشل شوی قومونه یو ځای کیږی او خپله قامی اذادی ترلاسه کوی. دبلی خوا د ګډو علایقو په بنسټ د سیمه ایز ی ټولنی د ولسونو د زیاتی هوسائی او سوکالۍ د پاره جوړیږی د پښتون قام چې کلتوری٬ ژبنی٬ نسلی٬ جغرافیائی او اقتصادی وحدت دی لاتر اوسه ټوټی ټوټی پروت دی چې دی د سیمی او نړۍ أمن ته لویه خطره پیښه کړیده. نوځکه د پښتنو وحدت او یووالی دوخت غوښتنه ده.

د پښتون قام چې ژوند ژواک د یو خپل عنعنوی سیستم پښتونولۍ پواسطه سمبال شویدی کولای شی چې په سیمه کې دبی ثباتۍ مخه ونیسی او د ارامۍ تضمین وکړی.

په سیمه کې دسولی د لاټینګښت او وګړو د هوسائی لپاره سیمه ایز اتحادهم په کار دی خودا اتحاد یوازی د اذادو او خپلواکو ولسونو د تړون پواسطه امکان لری چې دا خبره د پښتنو دوحدت او یووالی ضرورت لاپسی غښتلی کوی.

د قامونو په منځ کې د زیات تفاهم او وګړو د سوکالۍ د پاره د اسیائی ملکونو په منځ کې د یوی ټولنی یااتحاد په خاطر د هر پښتون مهمه دنده او وظیفه ده چې د پښتنو دیووالی، اتفاق او خپلواکۍ د پاره اوچت ګامونه واخلی.

خبریال : هدایت الله بنګش

پښتونخوا/یولسمه ګڼه /شپږم ټوک / نومبر : ۱۹۹۲

Hidayatullah Bangash in conversation with Dr. Kabeer Storai

Pakhtoonkhwa magazine published by Pashtoons Social Democratic Party – PSDP / Jahrgang (Volume): 6 / Nummer (Number): 11 / November 1992