د لوى افغانستان ننګيالۍ خاورې، چې د كومو پوهانو او قام پرستو ليكوالو روزنه كړې ده، په هغې كې يوه نامه د ښاغلي عبدالكبير ستوري هم ده. دوى د كونړ “تنر” په كلي كې خاپوړې كړي دي. لومړۍ زده كړه يې د كونړ په مكتب كې حاصله كړې ده او بيا وروستو يې په كابل كې د رحمان بابا په لېسه كې سبق ويلى دى. په خپل هېواد كې د پوره پوره زده كړې نه پس ښاغلي ستوري د جرمني نه په ساه پوهنه كې د پي ايچ ډي ډګري حاصله كړې ده. ښاغلى ستورى د تېرو پنځه دېرشو كالو راهيسې په جرمني كې مېشت دى او په دغه پردي وطن كې يې د پښتون قام د يووالي او د پښتو ژبې د وړاندې تګ دپاره هلې ځلې جاري ساتلي دي.
په جرمني كې د پښتو ژبې د ترقۍ د هلوځلو په هكله موږ د محترم مشر سره يوه مركه وكړه، كومه چې د ورځپاڼې وحدت د لوستونكيو دپاره حاضره ده.
ســوال : ډاكټر صيب! داسې ويلى شي چې په جرمني كې د سكولونو په سطح پښتو د رسمي مضمون حيثيت لري، دا تر كومه حده پورې صحيح ده؟
جــواب : هو… دغه نظر بيخي صحيح دى، د جرمني په ټولو سكولونو كې د هر زده كوونكي دپاره دا ضروري ده، چې د جرمني ژبې سره سره دوه نورې ژبې زده كړي. په دې لړ كې د جرمني د نارد راين ويسټ فالن (Nordrhein Westfalen) نومي صوبې د پوهنې وزارت په مارچ كال نولس سوه دوه نوي كې د يو فرمان په ترڅ كې د بهرنيو هېوادونو زده كوونكيو ته دا اختيار وركړو، چې دوى د جرمني نه علاوه په دوو نورو ژبو كې د خپلې مورنۍ ژبې انتخاب هم كولاى شي او كه څوك مناسب تن پيدا شي، نو ددې نه به امتحان اخلي. دغه رنګ په دغه خاوره د اوسېدونكيو پښتنو دپاره په خپله مورنۍ ژبه پښتو كې د زده كړې موقع په لاس راغله.
ســوال : دا راته ووايئ چې ددې غرض دپاره تاسو ته كومه دنده سپارل شوې ده او كه نه؟
جــواب : هو، ماته د كولن او د دوزل دروف (Duesseldorf) د حكومتونو له خوا دا تجويز راكړى شوى، چې زه دې د پښتو ژبې امتحان اخلم. ما د دوى دغه تجويز قبول كړو. دوى زه د امتحان اخيستونكيو په جرګه كې شامل كړم. دغه رنګ د كال 1992 نه واخله تراوسه پورې پښتو ژبه د جرمني د نارد راين ويسټ فالن صوبې په سكولونو كې د رسمي مضمون حيثيت لري.
ســوال : په پښتو كې ددغه امتحان اخيستو طريقه كار څه دى؟
جــواب : په كال كې د درېو څخه نيولې تر اتو زده كوونكيو پورې په پښتو كې امتحان وركوي. د امتحان اخيستونكيو د جرګې د غړي په حيث ماته دا ذمه واري راپه غاړه ده، چې د صوبې د پوهنې د وزارت له غوښتنو سره سم هر زده كوونكى دې بايد د خپل هېواد، كلتور، ژوند او حالاتو په هكله پوره پوره معلومات ولري. د شاګردانو نه دا تقاضا كېږي، چې هغو دې د خپلې ژبې، ادب، تاريخ، سياست، هنر، فن او هرڅه نه خبر وي او دا فيصله دې هم وكولاى شي، چې دوى به په راتلونكي وخت كې څه جوړېږي.
ســوال : په جرمني كې ددې هرڅه زده كولو څه ضرورت دى؟
جــواب : ددې بنيادي غرض دا دى، چې كله دغه زده كوونكي خپل هېواد ته لاړ شي، نو دوى دې خپل ادب، تاريخ، سياست هرڅه نه خبر وي او دغه رنګ دې دوى بيا دا وكړى شي، چې د خپلې ټولنې او خپل كلتور سره سم وچلېږي.
ســوال : ستاسو د امتحان په برخه كې د سياست او تاريخ نه علاوه د پښتو ادب كې كوم څه شامل دي؟
جــواب : په دې كورس كې د پښتو ادب د ټول تاريخ نه علاوه د اوسنيو شاعرانو لكه اجمل خټك، رحمت شاه ساېل، همېش خليل، قلندر مومند، ملنګ جان او حمزه شينواري د ژوند او فن نه علاوه په پخوانيو شاعرانو كې د خوشال بابا او رحمان بابا تفصيلي مطالعه شامله ده. ددې سره سره پكې نور هم ګڼ شمېر موضوعات شامل دي.
ســوال : دا امتحان څومره وخت دوام لري؟
جــواب : په لوړو صنفونو (ټولګيو) كې زيات نه زيات څلور ساعته او په لانديني صنفونو كې ددې امتحان وخت تر نيمې ګينټې پورې وي.
ســوال : ستاسو په نظر باندې افغانان ماشومان په دغه امتحانونو كې څنګه دي؟
جــواب : په ليكلو كې ښه نه دي، البته په زباني امتحان كې ښه دي. ددې وجه غالباً دا ده، چې ځينې ماشومان يا خو په جرمني كې زېږېدلي دي او ډېر په وركوټوالي دلته راغلي دي، ځكه نو پښتو ليكل ورته ګران دي او په ويلو كې ځكه ښه دي، چې په كور كې د مور و پلار سره په پښتو كې خبرې كوي.
ســوال : ډاكټر صيب! دا ووايئ، چې په جرمني كې د عمومي تعليم نظام څنګه دى؟
جــواب : په جرمني كې دغه روزنه ويړيا ده، د روزنې سيسټم يې دوه اړخه لري. يوه مسلكي روزنه او بله عمومي روزنه. د لسم جماعت پورې سبق ويل د هلكانو او جينكو دپاره يو شان لازمي څه چې جبري دي. د لسم پاس كولو نه پس دا بيا د لوستونكي خوښه ده، چې په مسلكي روزنه پيل كوي او كه د ديارلسم د پاس كولو نه پس پوهنتون ته ځي. مسلكي روزنه يا تكنيكي تعليم دوه برخې لري: يوه دا چې زده كوونكي په كارخانه يا موْسسه كې عملي كار وكړي او دويمه برخه نظري ده، چې په ټيكنيكل اداره كې سرته رسي. له دې كبله هر مسلكي زده كوونكى په هفته كې درې ورځې په كارخانه يا موْسسه كې كار كوي او عملي زده كړه حاصلوي. دوه ورځې ټيكنيكل سنټر ته ځي او هلته نظري زده كړه حاصلوي. په دغه دوران كې هر زده كوونكي ته د هغه د كار په بدل كې تنخواه وركول كېږي، چې د زده كړې او پوهې د سېوا كېدو سره كال په كال سېوا كېږي.
ســوال : ډاكټر صيب! په پاى كې دا ووايئ چې ستاسو په نظر د پښتو ژبې مستقبل څه رنګې دى؟
جــواب : بيخي روښانه دى، خو ضرورت ددې خبرې دى، چې پښتانه ددې دپاره شعوري كوششونه وكړي، ځكه چې قامونه په خپله ژبه ژوندي پاتې كېږي، پښتو زموږ مور ده او د مور احترام د هر پښتون وګړي ذمه داري ده.
ورځپاڼه : وحدت
18 جولايى 1998 كال
Daily Newspaper “Wahdat”