د ورځپاڼې ” خبریی انټرنيشنل Khabrain ” كبير ستوري سره مركه

ډاكټر كبير ستورى د افغانستان په كونړ صوبه كې پيدا شوى دى. ابتدايي تعليم يې د خپل كلي په سكول كې ترسره كړو او بيا كابل كې رحمان بابا كالج كې يې داخله واخيستله. ايف اآ يې په ډېرو ښو نمبرو باندې پاس كړو. د افغانستان حكومت ددې قابليت له كبله دوى په سكالرشپ باندې د اعلى تعليم دپاره جرمني ته په 1964كې واستولو. دوى دغلته د فرانكفورټ يونيورسټۍ نه په فلسفه كې ډپلومه ترلاسه كړه او بيا يې كولن يونيورسټۍ نه د سماجيات ډپلومه حاصله كړه او په اخر كې د ماربورګ يونيورسټۍ ورته په نفسيات كې د ډاكټريټ ډګري وركړه.

دوى لا طالب علم وو، چې په وائس اّف جرمني كې به يې د پښتو څانګې د سينئر ايډيټر په حيث كار كاوه. دوى جمهوري ذهن او قام پرست نظريات لري، شاعري هم كوي او د شاعرۍ درې كتابونه يې چاپ شوي دي.

ډاكټر كبير ستورى د پښتو ژبې لومړى ليكوال دى، چې په باقاعدګۍ سره يې د نفسياتو په موضوع باندې په پښتو ژبه كې كتابونه ليكلي دي. په نفسياتو باندې يې څلور كتابونه چاپ شوي دي. دكومو ترجمه، چې په انګليسي او جرمني ژبه كې هم شوې ده. په افغانستان كې د انقلاب راتلو نه وروسته يې په افغانستان كې د يو سماجي جمهوري نظام قاېمولو دپاره يو سياسي پارټۍ د پښتون سوشل ډيموكرېټك پارټي سازه كړه. ډاكټر نجيب الله سره د افغانستان په مسقبل باندې خبرواترو لپاره د افغانستان په دوره باندې هم راغلى دى. نن سبا دوى د پاكستان په دوره باندې راغلي دي. ورځپاڼه خبریں ددې موقعې نه فاېده پورته كولو دپاره دوى سره د يوې مركې اهتمام كړى دى. ددې مركې اهتمام دپاره ورځپاڼه خبریں د ريډيو پاكستان پېښور سينئر پروډيوسر لايق زاده لايق شكريه ادا كوي.

خبریی انټرنيشنل : تاسو د خپل شعرونو ابتدا كله كړې ده؟

ستـوری : كله چې زه د افغانستان حكومت په سكالرشپ باندې د اعلى تعليم دپاره واستولم، نو دغلته په ما كې د قام پرستۍ جذبه رابېداره شوه. هم ددې جذبې د اظهار دپاره ما شعرونه ليكل شروع كړل.

خبریی انټرنيشنل : نفسيات او شاعري دوه بېل بېل څيزونه دي، دواړه څنګه كوئ؟

سـتوری : د انسان په ژوند كې نفسيات ډېر اهم څيز دى، له دې خاطره ما د تعليم دپاره د نفسيات مضمون غوره كړو تر كومې چې د شاعرۍ خبره ده، نو ددې په ذريعه زه د خپل قام سره د خپلې مينې اظهار كوم.

خبریی انټرنيشنل : د پښتون سوشل ډيموكريټك پارټۍ جوړولو ضرورت ولې محسوس شو؟

سـتـوری : كله چې د روس پوځ افغانستان ته راغلو او افغان اولس هجرتونه شروع كړل، نو موږه محسوس كړه چې افغانستان كې دا نظام نشي چلېدى، بلكې افغانستان دپاره يو داسې جمهوري نظام پكار دى، چې هغه د سماج اولس په بنياد باندې جوړ وي. مطلب دا چې افغان اولس ته منظور وي. موږ په دې حالاتو باندې غور او فكر شروع كړو او په اخر كې دې نتيجې ته ورسېدو، چې افغانستان دپاره د يو داسې پارټۍ ضرورت دى، كوم چې د انقلاب نه وروستو جوړه شوې وي او دغې پارټۍ د موجوده حالاتو او د افغانستان د خاورې مطابق يو نظام ساز كړي. بله دا چې ددغې نظام واك او اختيار دې د پښتنو په لاس كې وي، ځكه چې افغانستان كې د پښتنو نه علاوه نور خلك مشري نه شي كولاى. دا خبره د افغانستان د خاورې په فطرت كې شامله ده، چې دى كله هم غير پښتنو ته واك اختيار نه دى وركړې. لهذا موږ ددې ټولو خبرو له كبله پښتون سوشل ډيموكريټك پارټۍ جوړه كړه.

خبریی انټرنيشنل : افغانستان او پاكستان په مېنځ كې مستقبل څه دى؟

سـتـوری : د افغانستان او پاكستان اقتصادي مفادات يو دي لهذا د دوى په مېنځ كې په مستقبل كې ډېر ښه تعلقات جوړېدو تمه ده. بله اهم خبره دا ده، چې په افغانستان

كې پښتون اولس سره څومره زيات اختيارات وي،

نو هم دومره دا خبره د پاكستان د ترقۍ او استحكام دپاره ضروري ده.

خبریی انټرنيشنل : د پاكستان او افغانستان د سرحدونو متعلق مو څه رايې ده؟

سـتوری : د هر وخت او هرې زمانې خپلې تقاضې وي، موږ له پكار دي چې د موجوده حالاتو مطابق فيصلې وكړو. كه چېرې په يورپ كې يوولس ملكونه خپل مېنځ كې جغرافيايي حدود ختمولى شي، نو موږ ولې نه شو ختمولى؟ دنيا نه يو ګلوبل ويلج لګيا دى جوړېږي، په داسې حالاتو كې موږ له په عالمي سطح باندې د تبديلو خاطر هم پكار دى.

خبریی انټرنيشنل : د افغانستان موجوده حالات څنګه دي؟

ستوری : د افغانستان موجوده حالات ځكه ښه دي، چې اوس افغان اولس په افغانستان كې ابادېدل غواړي. دوى ترقي او خوشحالي غواړي، خو ولې مسئله دا ده چې د دوى د ابادېدو دپاره دوى ته سهولتونه وركول پكار دي. دوى سره مرسته پكار ده.

خبریی انټرنيشنل : په افغانستان كې د پښتون او غير پښتون خبرې څنګه دي؟

سـتوری : اصل خبره دا ده، چې افغانستان كې د پښتنو نه علاوه غير پښتانه كله هم مشري نشي كولاى. تاريخ ګواه دى چې كله هم په افغانستان كې يو غېر پښتون واك ترلاسه كړى دى، هغه زر تر زره خپل واك واپس پښتنو ته وركړى دى، ځكه چې د افغانستان خاوره په افغانستان باندې بل چاته د حكومت كولو اجازت نه وركوي، ځكه چې پښتانه د افغانستان لوى اكثريت تشكيلوي.

خبریی انټرنيشنل : په جرمني كې پښتنو ته په كومه سترګه كتلى شي؟

ستوری : جرمني كې د شروع نه تراوسه پورې پښتنو ته ډېر په درنه سترګه كتل كېږي. تاسو ددې نه اندازه ولګوئ چې هلته پښتون طالب علمانو زده كوونكو ته په پښتو ژبه كې د امتحان وركولو اجازت حاصل دى. په پاكستان كې پښتو ژبې او اولس سره زياتې كېدلو او كېږي، خو ولې اوس جنرل مشرف د پښتنو د حقوق خبره په عالمي او قومي سطح باندې هم كوي، ځكه چې جنرل مشرف ته پته ولګېده، چې د پاكستان استحكام دپاره د پښتنو ترقي او خوشحالي ضروري ده او د دوى په مېنځ كې اتفاق هم د پاكستان دپاره ضروري دى.

ورځپاڼه : خبریی انټرنيشنل

مركه كوونكى : مهتاب عالم

نومبر2003

Journalist Mehtab Alam of “Khabrain” interviews Dr. Kabeer Storay

Newspaper “Khabrain International”