ډاكټر كبير ستورى له “دعوت” جريدې سره په مركه كې

بــــزګـــر : د شعر او شاعرۍ سره موكله مينه پيدا شوه يا په بله مانا كله مو شعر ويل پيل كړل؟

ستورى : د شعر او شاعرۍ سره ځما مينه د كوچنيوالي را هسې شته دى او په كوچنيوالي كې مې شعر ويل پيل كړي دي خو ليكلي مې ندي.

كله چې زه په 1964 ع كال كې جرمني ته د زده كړې د پاره راغلم نو بيا مې خپل ځينې شعرونه په يوه كتابچه كې ليكل وروسته ځما يو ماما چې شاعر و جرمني ته راغي ځما شعرونه يې وكتل خوښ يې شو اوخپله هم ئې څو شعرونه جوړ كړل او د يوه كتاب په بڼه كې چې ” سكروټه” نوميده په جرمني كې په دوه زره ټوكه كې د سيلاني( افغان) او ( ستوري) تر نامه لاندې چاپ كړل.

بـــزګـــر: لومړنى شعر مو په ياد دى او كه نه؟ او د لومړنيو شعرونو په اړه مو د خلكو غبرګون څنګه و؟

ستورى : لومړنى شعر مې په ياد نه دى خو په ” سكروټه” كې زما لومړنې شعرونه راغونډ شوي دى. “سكروټه” موږ د پښتونخوا ډېرو برخوته ورسوله او د خلكو غبرګون پرې ډېر ښه او مثبت و.

بـــزګـــر : ستاسو د شعرونو ډېره برخه د څه په باره كې ده مقصد مې دا دى چې عشقي دى، ولسى دى د وطن د مينې او كه د پښتو ژبې سره په مينه كې دى.

ستورى : مينه په شعر كې مهم رول لوبوي. د پښتو ژبې، وطن، خپل قام او اولس سره مينه ځما په شعرونو كې نغښتي ده. مينه، تخيل او احساسات د شعر جوړولو وسيله ده ښايست او ښكلا هم بې د مينې څخه بل شي نه دى.

مـــيــنه مـــــــور ده دښـــايـــســت كــــــه څــوك پـــــــــوهــــــيــــږي

ښــــــــــايــســـــــتــونــــــه خــولــــــــه مــيــــنـــې پــــيـــدا كــــــــېـــږي

كـــــــه دا مــــيــــــــــــــنـــــــه نــــــه وى ودى وائـــــــــــــي څــــــــــه دى

چې بـــدرنګ ځـــوى ښــــايـــســـتـه، پــــلار تـــه ښـــكاريـــږي

بزګر: په شعر كې د كوم شاعر د طرز او ويلو په ليكه روان ياست او كه خپله ځانګړى لار لرئ؟

ستورى : ځما شعرونه د يوه فلسفي ادبي بهير برخه ده چې ګڼ شمير شاعران ور پورې تړلي دى چې مشر نماينده ئي اجمل خټك دى.

خو څنګه چې شعر د شاعر سړيتوب (شخصيت) سره اړيكي لري او د هر شاعر سړيتوب د بل څخه توپير لري چې دا ځانګړتيا د شاعر په شعر كې را په ګوته كېږي.

چې ځما د شعر د پاره هم اتبار لري چې د يوي خوا د فلسفي ادبي بهير برخه ده او د بلې خوا ځانګړتيا هم لري.

بــزګـــر : ستاسو د خوښي شاعر څوك دى؟

ستورى : ځما د خوښي شاعر خوشحال خان بابا دى.

بــزګـــر: دپښتو شاعرۍ اوسنى بهير ستاسى له نظره څنګه دى؟

ستورى : د پښتو شاعري اوسنې بهير د حكومتونو سركاري سانسورونه او زلونې ماتې كړيدي او اوس بېد ځنځيره او زولنو مخ په وړاندې روان دي.

د دې خبرې علتونه ډېر دي خو مهم علت يې په نړۍ كې تخنيكي او الكترونيكي وده ده چې حكومتونه او سركاري مقامات په ليكوالانو، شاعرانو، معلوماتو او نظريو هغه شان پابندي نه شي لګولى لكه څنګه چې ئې پخوا لګوله.

بــزګـــر : په نورو شاعرانو كې مو د چا شعر ډېر خوښ دئ؟

ستورى : په نورو شاعرانو كې مې د رحمت شاه سائل، اكمل ليونې، لائق زاده لائق، پروفيسر اباسين يوسفزي او ډاكتر راجولى شا خټك شعرونه خوښيږي.

بـــزګـــر : د ازاد شعر په هكله مو نظر څه دى؟

ســـتـورى : د ازاد شعر په باره كې ځنې پوهان وائي چې دا د بلي ژبې د شعر ژباړه ده او د ژباړلو د لړۍ يا ترڅ كې ګوډ شوي شعر دى. ځما په اند هر شي يو بنسټي جوړښت لري.

د شعر د بنسټي جوړښت د پاره وزن، قافيه او تال ضروري دى كه ويي نلري نيمګړي دى ښه به دا وي چې ادبې ټوټه ورته وويل شي.

بزګـــر : د پښتو شاعري راتلونكى څنګه وينئ؟

ستورى : د پښتو شاعرۍ راتلونكې ماته ډېر ځلاند او روښانه ښكاري. دا ځكه چې پښتو ته غټ تاوان پردې ژبو پښتنو واكمنو او سركاري ليكوالانو او شاعرانو رسولى دى.

پښتو اوس د دوى د منګولو څخه خلاصه شوي ده او د اولسي شاعرانو او ليكوالانو لاس ته ورغلى ده.

بـزګـر : په پښتو شعر كې ستاسي د پاره څه شى ډېر مهم دى؟

ستورى : ځما د پاره د شعر موضوع ګانې د كومو له مخې چې شاعران په ډلو ويشل كېدلى شي او په شعر كې د شاعر رول. غواړم چې دا خبره لږ څه روښانه كړم: تخيل چې د غېري رښتياني نړۍ پورې اړه لري د سرته نارسيدلو هېلو او ارمانونو كور دى شاعران د راپاريدلو احساساتو او جذبوتو په وخت كې چې د رښتياني ( حقيقي) نړۍ پورې اړه لري د مينې په زور سره نارسيدلي هيلى او ارمانونه د تخيل څخه راخلي او رښتياني نړۍ ته يې وړاندې كوي.

دا هيلي او ارمانونه د شعر موضوع ټاكي چې شاعر په كې يو يا ډېر رولونه لوبوي د ګل، بلبل، ناصح، كتونكي، تماشه كوونكي د يوي ډلې د نماينده او داسې نور. د شعر د موضوع او شاعر د رول څخه د شاعر د سړيتوب په باره كې معلومات لاس ته راځي.

بـــزګـــر : ستاسو د شعر يوه برخه پښتنو سندرغاړو د موزيك د ښكلا سره ګډه كړيدي. ستاسي له نظره پښتون شاعر بايد څنګه خپل شعر خپلو خوښوونكو ته ورسوي؟

ستورى : موسيقي پښتون اولس ته د شعر د وړاندي كولو او رسولو غوره وسيله ده. نوري وسيلي هم شته دى. لكه مشاعري، غونډي، ورځپاڼې، مجلې، راډيو، ټلويزون، انټرنټ، او نور. په پښتنې ټولنه كې چې ډېر وګړي په كې د ليك او لوست څخه بې برخې پاتې شويدي. هغه وسيله غوره ښكاري چې د اوريدلو او غوږونو پورې اړه لري. دا د هر شاعر د امكاناتو او وسائلو پورې اړه لري چې كوم ډول او چاته خپل شعرونه ورسوي.

بــزګــر: تر اوسه مو څومره شعري ټولګي چاپ شوي دي؟

ستورى : لومړنۍ شعري ټولګه لكه څنګه چې مې مخكې ياده كړه د سيلاني افغان سره په ګډه د ((سكروټي)) په نامه وه او نور شعرونه مې د (( پښتونخوا)) په نامه كتاب كې چې بيا وروسته په 1981ع كال كې چې د پښتون سوسيال ډيموكراټ ګوند جوړ شو. پښتونخوا يې د ګوند نشراتي ارګان و ګرځيدچاپ شوى دى درې نورې ځانګړې شعري ټولګې مې چې ژوندى خيالونه، د قلم توره او سندريزپيغام نوميږي چې د پښتونخوا د پوهنې د دېري له خوا د ختيځ د بياروغوني اداري (كور) چاپ كړي دي.

بــزګــر: تر كومه ځايه چې زه خبر يم تاسې سياست هم كوي په دې مانا چې د يوه ګوند مشر ياست او په مسلكي توګه تاسو ارواپوه ياست او په خپل مسلك كې ډوكتور لرئ او ډېر خواږه ښه او په زړه پورې شعرونه هم ليكۍ ستاسي علاقه د كوم يوه سره ډېره ده؟

ستورى : ځما ډېره مينه د پوهنې سره ده په لومړى سر كې زه دپيلوم ساپوه يا ارواپوه يم كله چې ما د پوهنې په رڼا كې د خپل اولس حال وليده نو د سياست ضرورت ليدل كيده نو په سياست مې پيل وكړ. شعر او هنر ځما د پاره په لومړى سر كې ساعت تيري وه خو بيا ژر دى نظر ته ورسيدم چې:

كـــه ادب، ســــيـــاست، هــــنر، شـــــــــريــــــك كـــــــړي كـــــــور

او د پــــوهــــــــــي پـــــــــه اوږه ئــــې كـــــړي څـــــــــوك ســــــــــــور

خـــــــــو ځــــــــــولـــــــې پــــــرګــــــــنــــــــې شـــــــــي دا مــــــي واوره

اتـــــــــحـــــــاد او پـــــــــــه وحـــــــــدت كــــــــې شــــــــــتــــه دى زور

بزګر: د دعوت خپرونې د هميشنى لوستونكى په توګه ستاسي نظر د دعوت په باره كې څه دئ؟

ستورى : د دعوت خپرونه هر اړخيزه او د امكان د اندازي پورې سم معلومات خپلو لوستونكو ته وړاندې كوي. په جلاوطنۍ كې دا د وطنوالو د پاره غټ خدمت دي چې د رسنيو د تاريخ پاڼې به پرې زريني وی

Chief Editor of “DAWAT” Tariq Bazgar interviews Dr. Kabir Storai

Newspaper “Dawat”