پښتانه په يو ډګر راغونډیدلی شی

پښتو د نړیوال کانفرانس او قامی جرګې نه ثابته شوه چې پښتانه متحد کیدی شی . قامی جرګه رمونږ اثاثه ده ، مونږ خپلې لانجې او ربړې په جرګو،مرکو هواروو. باید افغانستان کې داسې نظام محکم شی چې هر چاته د خپل شخصیت د ودې پراخې موقعې په لاس ورشی .

پېښور ( وحدت خبریال ): المان کې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر ډاکتر کبیر ستوری وئیلی دې چې پېښور کې اوس اوس شوی پښتو نړیوال کانفرنس او پښتون قامی جرګه کې د پښتنو یو ځای ته راغونډیدل، ډیره غټه خبره ده او د دې نه ثابته شوه چې پښتانه يه یو ډګر راغونډیدی شی او د ا هم ډیر غټه خبره ده چې کوم غټ ادبی استعدادونه په پښتونخوا کې شته ، هغه ډیر ملکونه تر دې چې پر مخ تلی هیوادونه یی هم نه لری .

« وحدت » سره په یو خصوصی مرکه کې ده ووئیل چې د پښتنو په یو ځای راغونډیدل یو غټ پرمختګ دی چې اغیزې به ئې ډیره موده پاتې وی او بیا دومره زیاتې ادبې ټولنې دلته شته چې ټول یو شی نو غټ قوت به وګرځی . هم دغه وجه ده چې د نړیوال کانفرنس او قامی جرګې نه دا خبره غلطه ثابته شوه چې د پښتنو تر منځه اتفاق نه شته .

ده ووئیل چې په دې دواړو غونډو کې د ماضی ،حال او مستقبل په هکله خبرې وشوی چې د یو قام د ترقۍ لپاره ګټه ورې ګرځیدلی شی، بله دا چې دا غونډی صرف ادبی نه وی بلکی په دی کې نور موضوعات هم د غور لاندې راغلل .

ده ووئیل چې قامی جرګې زمونږ اثاثه ده او په دود ، دستور مونږ خپلې لانجې او ریړې هوارو . ډاکتر کبیر ستوری ووئیل چې پښتون قامی جرګه د قام په شکل کې ده، په دې کې د ټول قام نمائندګان راټول شوی ؤ چې پکې قامی ملکان ،مشران ،لیکوالان او ادیبان شامل ؤ او که دا سلسله روانه شوه، نو د پښتون قام ټولې مسلې به په داسې جرګو کې وړاندې کیدی او هواریدی شی .

ده ووئیل چې دا قسمه غونډې د افغانستان او پاکستان په منځ کې نژدی والی دې چې دا رنګ دواړو ملکونه یو بل ته نژدی شی او د دښمنۍ په مقابل کې دواړو هیواونه دوستی وکړی . تجارتی اړیکې قایم کړی او د پښتنو په منځ کې دې لارې نه بندیږی . د دی پوښتنې په ځواب کې چې د جرګې لپاره یو هيئت د افغانستان نه راتلونکی ؤ او جرګی کې د ګډون لپاره ددوی مخه ونیول شوه .

ده ووئیل د جرګې راغوښتونکو ته به دا معلومه شوی وی چې دا هیئت د بل ځای نه، نه بلکی د افغانستان نه راتلو، په دې کې څوک وو،بیا هم که د هیئت مخه نیول شوی وی نو دا رویه مناسبه نه ده او د ډیموکراسی د کمزورې کولو یوه هڅه ده . په حیث دپښتون، دطالبانو د پالیسو پحقله ده ووئیل چې اسلام او پښتو یو د بل سره نه شی جدا کیدی . طالبانو په افغانستان کې امن رواستی دی او امن د هر څه نه ډیر ضروری دی او بې د امن څخه هیڅ ترقی نه شی کیدی . په بل پړاو کې په منطقه کې د امن د ټینګښت لپاره او هغه په دې چې په افغانستان کې یو داسې نظام محکم شی چې پکې هر چا ته د خپل شخصیت د ودې پراخې موقعې په لاس ورشی .

اروپا کې د طالبانو د مخالفت په حقله ده ووئیل چې هر څوک مخالفت د خپلو مفاداتو لپاره کوی . دې لړ کې د افغانستان کشاله تجارتی ده، ګېس ،خاص کر چې دا په به ترکمنستان نه د افغانستان په لاره پاکستان ته څنګه راتیریږی او ټول هیوادونه غواړی چې دا پائپ لائن دې زمونږ په لار تیر شی، چې زمونږ اقتصاد ترقی وکړی ، روس هم د ځان نه ګیس بوتلل نه غواړی . تهران په خپله ګټه غواړی چې پائپ لائن د دوی په خاوره تیر شی .

ده ووئیل چې ټول د خپلو ګټو لپاره کار کوی . روس غواړی چې د مسعود په لاس بې امنی راولی خو د پائپ لائن د تیریدو لپاره امن ضروری دی . ددې سوال په ځواب کې چې تاسو په افغانستان کې کوم قسم نظام غواړی ده ووئیل چې د امن نه پس د هیواد لپاره ضروری ده چې ډیر ګوندیز پارلیمانی نظام راوستل شی ګنی په منطقه کې تامین کړی شوی سوله هم ګډوډیدلی شی .

ورځپاڼه : وحدت / وحدت : ۲۲ نومبر ۲۰۰۰

Daily Newspaper “The daily Wahdat” / 22th July 2000