د پښتنو منطقه کې امن او سوکالی د وخت ضرورت دی

وخت راغلی دی چی ویشل شوي پښتانه خپلو کښی يو شي ، ډاکتر کبیر ستوری

وحدت (پ ر) کولن :

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د احمد شاه بابا د باچا کیدو او د لوئې افغانستان بنسټ ایښودلو ددوه سوه پنځوسمی کلیزې په اړوند د چارشنبې په ورځ ۱۹۹۷ عیسوی کال د اکتوبر د میاشتې په یو کم دیرشمه نېټه د مازیګر په شپږو بجو د جرمنی د کولن په ښار کې غونډه وکړه . نوموړی ګوند جرمنی څخه رالیږل شوی فاکس کې وئیلی دی چې غونډه کې د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند د مشر او د مشرانو د جرګې د غړونه علاوه د پښتنو د کولتوری ټولنې « کولن » مشر محمد شرین ګردیوال ، د پښتون کور استازی مبارز ساپی او ګڼ شمیر مینه والو ګډون کړی ؤ . غونډه د پی ایس ډی پی PSDP د مشر ډاکتر کبیر ستوري لخوا پرانستل شوه او د احمد شاه بابا د باچا کیدو او د لوئې افغانستان د جوړېدو دوه سوه پنځوسمې کلیزې په باب ئې حاضرینو ته د خپلې ونیا په ترڅ کې ووئیل :

« د احمد شاه بابا په دیره کې ټول پښتانه یو ځای راغونډ ؤ خو د وخت غاصیب قوت په برخو وويشل اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې ویشل شوی پښتانه یو ځای شی، ستوری زیاته کړه چې د پښتنو يووالی په منطقه کې د امن او سوکالی لپاره د وخت ضرورت دی » .

بیا پوهاند ډاکتر محمد قاسم جمدر ، ډاکتر شیر افضل ګردیوال ، انجنیر حبیب رسول او محمد شرین ګردیوال او نورو ویناوي وکړی .

ورځپاڼه : وحدت

کولون کښی مرکه

وحدت : 13 اکتوبر 1997

Wahdatdaily in Conversation with Dr. Kabeer Storay (the Chairman of PSDP)

Daily Newspaper “Wahdat”

13th Oktober 1997