د وحدت ورځپاڼی د ډاکتر کبیر ستوری سره یوه مرکه

د لوی افغانستان ننګیالې خاوروې چې د کومو پوهانو او قام پرستو لیکوالو روزنه کړی ده په هغې کې یوه نامه د ښاغلی عبدالکبیر ستوری هم ده . دوی د کونړ په « تنر » کلی کې خاپوړې کړی دی. لومړۍ زده کړه ئې د کونړ په مکتب کې حاصله کړی ده او بیا وروستو ئې په کابل کې د رحمان بابا په لیسه کې سبق وئيلی دى . په خپل هيواد کې د پوره پوره زده کړې نه پس ښاغلی ستوری د جرمنی نه په ساه پوهنه کې د پی ایچ ډی PhD ډګری حاصله کړی ده . ښاغلی ستوری د تیرو پنځو دیرشو کالو راهیسې په جرمنی کې میشته دی او په دغه پردی وطن کې ئې د پښتون قام د یووالی او د پښتو ژبې د وړاندې تګ لپاره هلې ځلې جاری ساتلی دی. په جرمنی کې د پښتو ژبې د ترقی د هلو ځلو په حقله مونږ د محترم مشر سره یوه مرکه وکړه کومه چې د ورځپاڼې وحدت لوستونکو لپاره حاضره ده .

ســوال : ډاکتر صیب ! داسې وئیلی شی چې په جرمنی کې د سکولونو په سطح پښتو د رسمی مضمون حیثیت لری . دا تر کومه حده پورې صحی ده ؟

جــواب : هو . . . دغه بیخی صحی دی، د جرمنی په ټولو سکولونو کې د هر زده کونکی لپاره دا ضروری ده چې د جرمنی ژبې سره سره دوه نورې ژبې زده کړی. په دې لړ کې د جرمنی د نارد راين ویسټ فالن Nord Rhein Westfalen نومې صوبې د پوهنې وزارت په مارچ کال نولس سوه دوه نوی کې د یو فرمان په ترڅ کې د بهرونو هيوادونو زده کوونکو ته دا اختیار ورکړو، چې دوی د جرمنی ژبی نه علاه په دوو نورو ژبو کې د خپلې مورنۍ ژبې انتخاب هم کولی شی او که څوک مناسب تن پیدا شی نو ددې نه به امتحان اخلی. دغه رنګ په دی خاوره د اوسیدونکو پښتنو لپاره په خپله مورنۍ ژبه پښتو کې د زده کړی موقع په لاس راغله .

ســوال : دا راته ووائی چې ددې غرض لپاره تاسو ته کومه دنده سپارلی شوی ده او که نه ؟

جــواب : هو . . . ما ته د کولن Köln او دوزل دورف Düsseldorf حکومتونو لخوا دا تجویز راکړی شوی چې ز ه دې پښتو ژبې امتحان اخلم . ما د دوی دغه تجویز قبول کړو دوی زه د امتحان اخستونکو په جرګه کې شامل کړم. دغه رنګ د کال دوه نویم نه واخله تر اوسه پورې پښتو ژبه د جرمنې د نارد راین ویسټ فالنNRW صوبې په ښونځیو(سکولونو) کې د رسمی مضمون حیثیت لری .

ســوال : په پښتو کې دد غه امتحان اخستو طریقه کار څه دی ؟

جــواب : په کال کې د دریو څخه نیولی تر اتوو زده کوونکو پورې په پښتو کې ازموینه ( امتحان) ورکوی د امتحان اخستونکو د جرګې د غړی په حیث ما ته دا ذمه واری راپه غاړه ده چې د صوبې د پوهنې وزارت د غوښتنو سره سم، هر زده کونکی دی باید د خپل هیواد، کولتور، ژوند او حالاتو په حقله پوره پوره معلومات ولری . د شاګردانونه دا تقاضا کیږی چې هغوی دی د خپلې ژبې، ادب ، تاریخ ، سیاست ، هنر ، فن او هر څه نه خبر وی او دا فیصله دې هم وکولی شی چې دوی به په راتلونکی وخت کې څه جوړیږی .

ســوال : په جرمنی کې ددې هر څه زده کولو څه ضرورت دی؟

جــواب : ددی بنیادی غرض دا دې چې کله دغه زده کوونکی خپل هیواد ته لاړ شی نو دوی دې خپل ادب، تاریخ ، سیاست هر څه نه خبر وی او دغه رنګ دې دوی بیا دا وکړی شی چې د خپلې ټولنې او خپل کلتور سره سم وچلیږی.

ســوال : ستاسو د امتحان په برخه کې د سیاست او تاریخ نه علاوه د پښتو ادب کې کوم څه شامل دی؟

جــواب : په کورس کې د پښتو ادب د ټول تاریخ نه علاوه د اوسنو شاعرانو لکه اجمل خټک، رحمت شاه سائل ، همیش خلیل ، قلندر مومند ، ملنګ جان او حمزه شینواري د ژوند او فن نه علاوه په پخوانو شاعرانو کې د خوشحال بابا او رحمان بابا تفصیلی مطالعه شامله ده . ددې سره سره پکې نور هم ګڼ شمیر موضوعات شامل دي .

ســوال : دا امتحان څومره وخت دوام لری ؟

جــواب : په لوړو صنفونو کې زیات نه زیات څلور ساعته او په لاندې صنفونو کې ددې امتحان وخت تر نیمې ګینټی پورې وی .

ســوال : ستاسو په نظر باندې افغانان ماشومان په دغه امتحانونو کې څنګه دی . . . ؟

جــواب : په لیکلو کې ښه نه دی البته په ویلو( زبانی) امتحان کې ښه دی . ددې وجه غالبا دا ده چې ځنی ماشومان یا خو په جرمنی کې زیږیدلی دی او یا په ډیر ورکوټوالی کی دلته راغلی دی، ځکه نو پښتو لیک ورته ګران دی او په وئیلو کې ځکه ښه دی چې په کور کې د مور پلار سره په پښتو کې خبرې کوي .

ســوال : ډاکتر صیب ! دا ووائی چی په جرمنی کې د عمومی تعلیم نظام څنګه دی؟

جــواب : په جرمنی کې دغه روزنه ویړیا ده. د روزنې سیستم ئې دوه اړخه لری . يو ئې مسلکی روزنه او بله ئې عمومی روزنه د لسم جماعت پورې سبق وئیل د هلکانو او جنکو لپاره یو شان لازمی څه چې جبری دی. د لسم پاس کولو نه پس دا بیا د لوستونکی خوښه ده چې په مسلکی روزنه پیل کوی او که د دیارلسم د پاس کولو نه پس پوهنتون ته ځی .

مسلکی روزنه یا تخنیکی زده کړه(تعلیم) دوه برخی لرې: یوه دا چې زده کونکی په کارخانه يا موسسه کې عملی کار وکړی او دویمه برخه نظری ده چې په ټیکنیکل اداره کې سر ته رسی لدې کبله هر مسلکی زده کوونکی په هفته کې دری ورځې په کارخانه يا موسسه کې کار کوی او عملی زده کړه حاصلوی. دوه ورځې ټیکنیکل سنټر ته ځی او هلته نظری زده کړه حاصلوی . په دغه دوران کې هر زده کوونکی ته د هغه د کار په بدل کې تنخواهم ورکول کیږی چې د زده کړی او پوهې د سیوا کیدو سره کال په کال سیوا کیږی .

ســوال : ډاکتر صیب په پای کې دا ووائی چې ستاسو په نظر د پښتو ژبې مسقبل څه رنګې دی ؟

جــواب : بیخی روښانه دی، خو ضرورت ددې خبری دی چې پښتانه ددې لپاره شعوری کوششونه وکړی ځکه چې قامونه په خپله ژبه ژوندی پاتې کیږی . پښتو زمونږ مور ده او د مور احترام د هر پښتون وګړی ذمه داری ده .

ورځپاڼه : وحدت / مركه كوونكى : لایق زاده لایق / وحدت : ۱۸ جولائ ۱۹۹۸

Daily Newspaper “The daily Wahdat”

Laiq Zada Laiq interviews Dr. Kabir Storay / 18th July 1998