د پښتنو د یووالی د ورځ ۱۲ نومبر ۱۹۹۳

د پښتوټولنیزولسولیز ګوند مشر ډاکتر کبیر ستوری وویل چې :

د ډیورند د تړون د اعتبار موده سږ کال ختمیږی ځکه چې د انګریزانو تړونونه سل کاله اعتبار لری .

ستوری زیاته کړه چې د ډیورندتړون هیڅکله پښتنو ندی منلی او په عمل کی ډیورند کرښه چې د پښتنو په وجود تیره شوی ده، پښتنو نده مراعات کړی او یوازی د کاغذ پر مخ کرښه پاتی شویده، خو د روان ۱۹۹۳ ع کال د نومبر د میاشتی په دولسمه نېټه د ډيورند د تړون د اعتبار موده پای ته رسيږی او دغه کرښه د کاغذ په مخ هم د اعتباره لویږی اود منځه ځی .

ستوری وویل چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چې د پښتون ولس یو نماینده ګوند دی د نومبر د میاشتی دولسمه نېټه چې د ډیورند کرښه پکې د کاغذ پر مخ هم د منځه ځی او د پښتنو يووالی بیرته منځ ته راځی د پښتونخوا د قومی مشرانو او ګوندونو سره یو ځای « د پښتنو د یووالی د ورځ » په توګه اعلانوی اولمانځی ئې .

د پښتنو د یووالی وروسته د پښتنو د خودارادیت حق زمونږ د ګوند بنسټی غوښتنه ده چې پښتون ولس خپل راتلونکی په ازادانه توګه پخپله وټاکی .

پښتانه چې ژوند ئې د خپل عنعنوی سیستم پښتونولۍ په واسطه سنبال شویدی په یوه خپلواکه او ازاده پښتونخوا کې کولای شی چې په سیمه کې د ټینګښت او امن تضمین وکړی .

د پښتنو خپلواکی او د پښتونخوا جوړیدنه کوم بیلتون غوښتونکی ګام ندی . پښتانه یو سوله دوست قوم دی، د سیمی اونړۍ د نورو قومونو سره د خپلو ګډو علایقو په بنسټ اوږه په اوږه ګامونه اخستل غواړی او د ګډ ژوند د مختلفو بڼو په یوه بڼه کې لکه د « آسین د ټولنی » په شان په سوله او ارامۍ کې ژوند کولی شی .

خبریال : محمد حسن « نور »

پښتونخوا/دولسمه ګڼه /اووم کال / اګسټ : ۱۹۹۳

Mohammad Hassan Noor in conversation with Dr. Kabir Storay

Pakhtoonkhwa magazine / Jahrgang (Volume): 7 / Nummer (Number): 12 / August 1993