د پښتنو ویش په سیمه کې سولی او امن ته خطره پیښه کړیده

د پښتوټولنیزولسولیز ګوند PSDP مشر ډوکتور کبیر ستوری ووئیل چې :

د پښتنو ویش په سیمه کې سولی او امن ته خطره پیښه کړیده، د پښتنو یو خپلواک دولت ( سټيټ ) چې ټول پښتانه پکې یو ځای شوی وی په سیمه کې د سولی او امن تضمین کولی شي .

ده زیاته کړه چې پښتونولی، چې د پښتنو یو عنعنوی ډیموکراټیک سیستم دی، د پښتنو د ملک پښتونخوا بنسټ ګرځیدلی شی، چې په سیمه کې د غیرو ډیموکراټیکو او افراطی ځواکونو چې ناارامی او بې ثباتی راولی مخه نیولی شی .

ډاکتر کبير ستوري زیاته کړه چی د نړۍ په اوسنی سیاسی او تاریخی پړاو کې چې د قامونو د یووالی او آزادۍ ډیوی پکې بلیږی، پښتانه هم د ازدا خود ارادیت له لاری خپل ملی وحدت او خپلواک دولت ( سټیټ ) غواړی .

ده ووئیل زمونږ ګوند چې د پښتون ولس د ارادی ممثل او د علائقو نماینده دی د پښتونخوا ملی او جمهوری ( ډیموکراټیکو ) ګوندونو ته غږ کړیدی چې په یوه ډیموکراټیکه جبهه ( محاذ ) کې سره راغوند او د پښتون ولس د ارادی سره سم د پښتنو د یووالی او د پښتونخوا د خپلواکۍ چغه پورته کړی .

خبریال : همایون « زمانی »

پښتونخوا/لسمه ګڼه /شپږم ټوک / مارچ : ۱۹۹۲

Humayoun Zamani in conversation with Dr. Kabir Stori

Pakhtoonkhwa magazine – published by PSDP / Jahrgang (Volume): 10 / Nummer (Number): 6 / March 1992