ګران او ډېر محترم ملګري واكمن صاحب ته

ګران او ډېر محترم ملګري واكمن صاحب ته خپل د زړه د كومي سلامونه وړاندې كوم.

هيله ده، چې روغ جوړ اوسې. ستاسو محترم ليك ماته ډېر پخوا رارسېدلى دى؛ خو دا چې تر اوسه پورې مې جواب نه دى دركړى علت يې زما ناروغي او د ډوكتورې ازموينه وه. هيله ده، چې دروند ملګرى ما په دې برخه كې وبخښي .

زړه په زړه پوهېږي، تاسې تل زما په زړه كې ځاى لرلو او لرئ. ستاسو د كتاب دپاره ما ملګرو ته وويل او ملګرى شاه جهان موظف شو، چې په ډېره پيمانه راوغواړي. دا چې تاسې د بل كتاب د ليكلو نيت هم لرئ ډېر د خوشحالۍ ځاى دى او د افغان اولس دپاره تر ټولو ستر خدمت دى. ستاسې ګوندي ملګري زمونږ خپل ملګري دي دا سمه ده، چې د نظر يو اختلاف به څه ناڅه وي؛ خو د لاس په پينځو ګوتو كې هم توپير شته دى او ټول يوه دنده اجرا كوي. زمونږ ګوندي چارې ورو ورو مخ په وړاندې روانې او منظمې كېږي وروسته له دې به يو څه ګړندۍ مخ په وړاندې لاړې شي ډاډه اوسئ.

زه به په بل ليك كې مفصل احوال وليكم. هيله ده، چې ټولو ملګرو ته زما سلامونه او احترام وړاندې كړئ.

په يو والي او بري .