خان لالا ته د ډاكتر كبير ستوري يو ليك

خپل عزتمند مشر خان لالا صاحب محمد افضل خان ته د زړه د كومي سلامونه وړاندې كوم.

مونږ تر دې ګړۍ پورې روغ جوړ يو او ستاسې د خوښۍ او روغتيا په ارزو يو.

قدرمنه مشره !

د نړۍ په اوسني سياسي پړاو كې د پښتنو يو والى تاريخي ضرورت دى او په دې لاره كې عملي ګامونه اخيستل پكار دي؛ خو د عملي ګامونو دپاره ګډ بنسټ ناسوب دى. دا ځكه چې پښتانه په عمل كې په درې برخو وېشل شوي دي او يوه برخه يې د ټول پښتون دپاره پرېكړه او فيصله كولى نه شي. داسې يو ګډ بنسټ د پښتنو د يو والي دپاره پيدا كېدلى شي كله چې سړى د مركزي اسيا يا د مركزي جنوبي اسيا د ګډ بازار نظريه رامخته كړي، چې پاكستان، افغانستان، تاجكستان، ازبكستان او تركمنستان پكې شامل دي .

په دې توګه كه سړى د پښتون نوم ياد كړي او كه نه پخپله د ګډ بازار په چوكاټ كې سره يو ځاى كېدلى شي. د ګډ بازار د نظريې په عمل كې د پلي كولو دپاره د مركزي اسيا او يا مركزي جنوبي اسيا د ډيموكراتيكو ځواكونو او ګوندونو اتحاد پكار دى. مطلب د مركزي اسيا او يا مركزي جنوبي اسيا د ګډ بازار د ملكونو ډيموكراتيك ګوندونه هم په يوه اتحاد كې راغونډول ضوري دي تر څو چې نه يوازې د هېوادونو د حكومتونو په چوكاټ؛ بلكې د ګوندونو په چوكاټ كې هم د مركزي اسيا يا د مركزي جنوبي اسيا د ګډ بازار دپاره كار وشي .

قدرمنه خان لالا !

زما په عقيده د پښتنو د يو والي دپاره سړى د مركزي اسيا يا د مركزي جنوبي اسيا د ګډ بازار د ټولنې د نظريې په چوكاټ كې ډېر كار كولى شي. زه چې د ځينو ملګرو سره پدې نظريه ګړېدلم هغوى تاييد كړې ده، ستا محترم څخه مخكې له دې څخه چې زمونږ د ګوند په چوكاټ كې ورته د يوه سيمينار په شكل كې كار وشي هم د سلا هيله مند يم. په پاى كې خپل ډېر سلامونه ټولو ملګرو ته رسوم. ماته كه څه امر خدمت وي ويې كړئ.

كبير ستورى

ستاسو كشر