برمنګهم كې د پښتون انجمن بنسټ اېښودونكو ته

د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند (پښتون سوشل ډيموكراټيك پارټي) له خوا په برمنګهم كې د پښتون انجمن بنسټ اېښودونكو ته .

ګرانې خورې زويا اباده اوسې!

ستاسې ليك، چې د پښتون انجمن اغراض او مقاصد ورسره مل وو راورسېد. مونږ د پښتون انجمن اغراض او مقاصد د باچا خان د دوهم تلين په مناسبت غونډه كې، چې د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند له خوا د روان عيسوي كال د جنوري د مياشتې په شلمه نېټه د فرانكفورت په ښار كې جوړه شوې وه او په لويديځ جرمني كې ګڼ شمېر پښتنو پكې ګډون كړى و ولوست او ټولو پرې د لاسونو په ټكولو سره د خوشحالۍ ولولې ښكاره كړې.

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند ستاسو ددغې نېكې ارادې، چې د پښتون انجمن جوړوي نه يوازې هركلى كوي؛ بلكې د پښتنو د يو والي او د پښتونخوا د ابادۍ او سوكالۍ په لاره كې يو ستر ګام ګڼي او په دې لاره ستاسو برى غواړي.

ستاسې د بلنې څخه، چې مونږ ته مو د [پښتون انجمن د پنسټ اېښودلو په غونډه كې د ګډون دپاره راكړې ده د زړه د كومي خوښنه كوو او ډاډ دركوو، چې زمونږ د ګوند يوه ډلګه ګۍ به په غونډه كې د برخې اخيستلو دپاره برمنګهم ته درشي.

په درناوي

ډوكتور كبير ستورى،

د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند مشر