د پښتون سټوډنټس صدر ښاغلي طارق دراني ته

د پېښور د پوهنتون د پښتون سټوډنټس صدر ښاغلي طارق دراني ته ګېډۍ ګېډۍ سلامونه او پېرزوينې وړاندې كوو .

ګرانه طارق درانى ستا د مينې ډك ليك راورسېدو زيات خوشحاله شو. هيله ده، چې تل مونږ سره خپل قلمي اړيكي ټينګ وساتي .

ستاسې د غوښتنې سره سمه مو د پښتونخوا اخرنۍ پخوانۍ ګڼه او زمونږ د ګوند منشور درولېږه د پښتونخوا نوې ګڼه د چاپ لاندې ده، چې چاپ شوه در وبه لېږل شي .

كه تاسې ملګري پښتونخوا ته خپل مضمونونه او مقالې راولېږلى شئ؛ نو دا به د پښتنو د يو والي او اّزادۍ ولولې تودې كړي او ذهني اوښتون (انقلاب) به د قامي خپلواكۍ او سوكالۍ دپاره ګړندى كړي .

په درناوي

ډوكتور كبير ستورى

د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند مشر