دروند مشر خان بابا عبدالولي خان ته

دروند مشر خان بابا عبدالولي خان ته !

د اسيا د سولې رڼا او د پښتنو د اّزادۍ او سوكالۍ اتل باچا خان بابا مرګ نه يوازې د پښتون اولس دپاره؛ بلكې په سيمه كې د ټولو اّزادۍ غوښتونكيو او سوله خوښوونكيو اولسونو او مترقي ځواكونو دپاره نه رغېدونكى ستر تاوان دى.

د پښتنو سوسيال ديموكراتيك ګوند د خپل سياسي پلار په مړينې په بهر كې د ټولو پښتنو سره يو ځاى د خپل اولس او مشرانو سره په دې غم كې شريك دى او د خداى بخښلي بابا باچا خان روح ته دعا كوي .

څنګه، چې د فخر افغان خاورو ته د سپارلو نېټې ته زمونږ د ګوند ډلګه ګۍ د وخت د كموالي له كبله در رسېدلى نه شي؛ نو مونږ پرېكړه وكړه، چې په راتلونكې اونۍ كې په كولن كې (30/1/1988) د خپل بابا فاتحه واخلو.

په درناوي

ډاکتر کبیر ستوری

د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند مشر