جمهور رئيس حامد كرزي صيب ته

د افغانستان د اسلامي جمهوريت محترم جمهور رئيس حامد كرزي صيب ته سلامونه!

عزتمنده! ددې ليك په واسطه زه ستاسې پام په لنډو تورو سره د وخت يو څو ضروروتونو ته را اړوم:

1 _ په بهر كې په تېره بيا په لويديزو هېوادونو كې زمونږ راتلونكى نسل او ماشومان عربي ليك دود زده كولى نه شي؛ خو پښتو په لاتيني يا رومي تورو په اسانۍ سره ليكلى او لوستلى شي. همدا شان په انټرنيټ (Internet) او نورو تخنيكي چارو كې پښتو په لاتيني تورو پكاروي؛ خو مونږ په لاتيني يا رومي تورو عمومي منل شوى ليكدود نه لرو او حتى د خپل قام پښتون نوم يو شان نه شو ليكلى او هر څوك يې په بېله بېله بڼه ليكي. له دې كبله د پېښور د پښتو اكاډمۍ او د كابل د علومو د اكاډمۍ يوه ګډه جرګه ګۍ پكار ده، چې د پښتو په لاتيني تورو كار وكړي او بيا وروسته د عربي ليك په خوا كې په لومړنيو ښوونځيو كې رواج شي. په دې توګه به په بهر كې زمونږ راتلونكى نسل، چې ډېر پوهان او مسلكي كسان پكې شته دي، كله چې خپل هېواد ته ځي ځان به بې سواده او پردى نه حس كوي او هم به د تخنيكي پوهې جوګه شو.

2 _ د افغانستان څخه پاكستان ته د جګړې له كبله د كډې كولو په لړ كې ډېر پښتانه دوه كوره شوي دي؛ خو دوى په پاكستان كې د خپلو حقوقو څخه بې برخې دي، چې ځمكه پخپل نوم واخلي او يا بل څه كاروبار پيل كړي، له دې كبله پښتنو ته لكه د فرانسې او جرمني په شان د ډبل تابعيت (شهريت) امكانات وركول او هم د تجارت او تګ راتګ اّزادي، چې هر پښتون بې د كاغذونو تګ راتګ وكړي د وخت اړتيا ده.

په درنښت

ډاكتر كبير ستورى

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشر