د عالمي پښتو كانفرانس چېرمېن سليم راز ته

د عالمي پښتو كانفرانس چېرمېن ملګري سليم راز صاحب ته ګېډۍ ګېډۍ سلامونه!

د دويم عالمي پښتو كانفرنس پاڼې مونږ ته په بلجېم كې زمونږ د ملګري عابد علي خان په لاس راورسېدې. مونږ هغه پاڼې ډېرې كړې او د پښتون سوشل ډيموكريټيك ګوند (PSDP) د غړو په يوه غونډْ كې مو ملګرو ته ووېشلې او په دې توګه په بهر كې ډېر پښتانه ستاسې ددې نېك ګام، چې د عالمي پښتو كانفرنس تابيا مو كړې ده خبر شو.

زه خپله او زمونږ د ګوند د مشرانو جرګه او د ګوند نور ملګري ستاسې ددې پياوړې ګام، چې د پښتو خدمت ته مو ملا تړلې ده د زړه له كومي هركلى او درناوى كوو په تېره بيا د كانفرنس هدفونه او مقاصد، چې تاسې را په ګوته كړي دي د وخت ضرورت دى .

مونږ د پښتون / افغان جرګه ته، چې د قدرمن مشر خان لالا محمد افضل خان له خوا په پېښور كې د نومبر په 14 او 15 نېټه راغوښتل شوې ده د درتللو نيت كړى دى.

اوس په غيري رسمي توګه خبر شو، چې عالمي پښتو كانفرنس د روان كال د نومبر د مياشتې په درېيمه نېټه جوړېږي كه دا خبره سمه وي؛ نو مونږ خامخا ددې هڅه كوو، چې مخكې درشو او په پښتو عالمي كانفرنس كې برخه واخلو.

په بري، ستاسو ملګرى

ډوكتور كبير ستورى