عزتمند ملګري دوكتور راج ولي شاه خټك ته

عزتمند ملګري دوكتور راج ولي شاه خټك ته!

د زړه له كومي سلامونه !

ستاسې د پېرزوينې څخه، چې زما كتاب“د هوښيارتيا تله” مو د سريزې په ليكلو سره درنه كړې ده ډېره ډېره مننه، ستاسې ددې زرين ليك ياد به نه يوازې زما په زړه كې تلپاتې وي؛ بلكې د هغو كسانو سوچونه به هم سم كړي، چې وايي لر او بر پښتانه بېلې ژبې وايي او يو د بل په ژبه نه پوهېږي .

له دې كبله زه د لرې پښتونخوا ملګرو ته تكليف وركوم، چې زما په ليكنو څه وليكي، تر څو چې دا احساس خلكو ته وركړي، چې د پښتون قام ژبه وېشل شوې نه ده. يوه ژبه لري او ټول پرې پوهېږي. محلي توپيرونه په هره ژبه كې شته دى؛ خو دا وېش مانا نه لري.

په پاى كې يو ځل بيا ډېره ډېره مننه .

ټولو ملګروته سلامونه .

په درناوي

كبير ستورى