د ادب ساپوهنه

پښتانه واړه سره یو دی

ورک دی اغیار شي چې به دوی جداکوینه


شعراو شاعر : شعر یوازی د ادب یوه برخه نده بلکه د پخوانیو پيښو او مالوماتو د لاس ته راوستلو یوه مهمه وسیله هم ده ځکه چې زیاتره هغه لرغونی اثار چې زمونږ تاریخ پيژندونکی پری استناد کوی د شعربڼه لری. ددی خبری ښه شاهدان د «اویستا» او «ریګویدا» لرغونی کتابونه دی. د غه کتابونه بل شی ندی، بلکه د هغه وخت د خلکو یانی د لرغونو اریایانو مذهبی سرودونه دی (مذهبی سرودونه د حمد او نعت په رنګه د شعر یوه خاصه څهره ده). همدغسی د پښتو ژبی پخوانی اثر چې مونږ ته راپاتی دی د امیرکروړ شعر دی چې لدی کبله شعر د خپل ادبی ارزښت په خوا کې پوهنیز(علمی) ارزښت هم لری .

د شعر تعریف : ځنی لیکوال شعر هغه کلام ته وائی چې بحر،وزن،ردیف او قافیه ولری . ځنی نور بیا د شعر لپاره دغه شرط نه ګنی او د شعر تعریف داسی کوی چې انسان د خپلو احساساتو جذباتو او عواطفو اظهار په داسی ادبی رنګ کې وکړی چې د اور یدونکی یا لوستونکی احساسات هم په هغه شان راوپاروی لکه څنګه چې د شاعر را لړزیدلی وی. که داسی کلام د بحر،وزن،ردیف او قافی د قید دننه وی هم شعر دی او که ددی څخه ازاد وی هم شعر دی .

که سړی دی تعریف ته انتقادی نظر واچوی نو وبه وینی چې مونږ ددې لپاره کوم میچ یا معیار نلرو چې د هغه پواسطه ثابت کړای شو چې د اوریدونکو یا لوستونکو احساسات په هغه شان راپاریدلی دی لکه څنګه چې د شاعر و، نولدی کبله ویلی شو چې د غه تعریف تیوریتیکی طبیعت لری او د عملی استفادی وړ ندی .

ددی لپاره چې د داسی یو تعریف لټه وکړو د کوم پواسطه چې مونږ په اسانئ سره وکولای شو چې شعر د نور و کلامونو څخه توپیر کړو نود هغه کلامونو څیړنه او تحلیل ضروری دی چې د پښتو په ادب کې په عمومی ډول د شعر په حیث منل شوی وی . خو په هر صورت سره، مونږ د شعر د تعریف لپاره هغه نښی نښانی او خصوصیات پوره ګڼو چې عام خلک د هغو پواسطه شعر د نورو کلامونو څخه د خپل لومړنی ادراک په وخت کې په شعوری یا غیر شعوری توګه سره بیلوی یعنی کله چې یو سړی د لومړی ځل لپاره یو کلام واوری یائې ولولی نو سمدستی پوهیږی چې دغه کلام شعر دی او که نه .

ددی واقیعت له مخی ویلی شو چې په شعرکې باید هرومرو داسی څه پراته وی چې هغه په نور کلامونوکې نه وی خو که چیرته سړی د نظم او ناظم اصطلاح ګانی د خپل تحلیل اساس وګرزوی نو دی نتیجی ته به ورسیږی چې په شعرکې د یوی یا ډیرونښانو او شیانو په اساس توری تنظیم او قانون بندی شوی وی . ددی نښو او شیانو د مالومولو لپاره یوی امپیری څیړنی ته اړتیا ده په کومه کې چې باید شعرونه او غیری شعرونه خلکو ته وړاندی شی او د هغوی څخه ددی پوښتنه وشی چې ولی دا شعر دی او دا شعر ندی .

دلته باید دا خبره هیره نه شی چې ځنی خلک شعرونه په نوو او زړو شعرونو ویشی خو که څوک دغسی نوی شعرونو ته سترګی وا چوی نو وبه وینی چې د غه د نارو (شعارو) څخه هیڅ توپیر نلری او یا د یوی بلی ژبی د شعر ژباړه ده چې د شعر خصوصیات ئې په ژباړه کې د لاسه ورکړی وی .

دغه ډول شعرونه د امیا نه شعرونو څخه هم توپیر لری امیانه شعرونو هغه شعرونه دی چې په ویلوکې د نورو شعرونو څخه هیڅ توپیر نلری خو د لیک دود پکې مراعات شوی نه وی (لکه دډبی په مشاعره کې دننګیالی شعرونه‎«پښتونخوا : د مضامينو او شعرونو ټولګه؛ ۵۸ مخ») او هغه شاعران ئې جوړوی چې د لیک او لوست څخه بی برخی پاتی شوی .

شاعر : ځیږموند فراید د شاعر د شاعرۍ لومړنی پلونه په ماشومتوب کې وینی او لیکی چې« دماشوم په زړه پوری او ژور بوختوالی لوبی دی.»

ښائی چې مونږ د دی خبری د کولو اجازه ولرو چې هر یو لوبی کونکی ماشوم د شاعر په شان سلوک کوی . دی په خپلولوبوکې ځانته یوه خاصه نړۍ جوړوی او که سمه افاده وکړو نو دی د خپلی نړئ شیان په یوه نوی او داسی نظم کې راولی چې دده خوښيږی . دا به نا حقه وی که فکر وکړو چې دغه ماشوم خپله دغه نړۍ جدی نه نیسی برخلاف دی خپله لوبه ډیره جدی نیسی اوپه زیاته اندازه احساسات په کې په کار اچوی. د لوبی ضد جدیت ندی بلکه حقیقت دی. سره ددی چې ماشوم د خپلی لوبی په نړۍ کې ډیر احساسات په کار اچوی خو د حقیقت نه ئې توپیر هم کولی شی او غواړی چي خپل غیری حقیقی شیان او مناسبات په ښکاره او شته شیانو د حقیقی نړی پوری وتړی.

کله چې د غه ماشوم لوی شی نوبیا مجبوره دی چې لوبی پریږدی اوهغه دندی(وظیفی) چې چم ګاونډ او چاپيریال ئې دده څخه انتظارلری سر ته ور سوی . خو کله چې سړی د یو شی سره عادت شوی وی٬ نو بیا ډیره سخته ده چې دغه عادت د لاسه ورکړی ولی چې هیڅ شی چې سړی ورسره عادت شوی وی د منځه نه ځی خو ځای ئې په ظاهری توګه یوبل شی نیولی شی .

څه وخت چې دغه ماشوم د لویانو پاوړی ته ورسیږی نو بیا د لوبو په ځای چرت وهی ځکه چې که دی اوس هم خپل د کوچنیوالی عادت پری نږدی او لوبی کوی نو د ټولنی له خوا غندل کیږی .

دا باید هم وویل شی چې د چرت وهلو تولید کوم ثابت اونه بدلیدونکی شی ندی، بلکه دانسان د ژوند د هر حالت سره سم تغیر خوری . فکر او چرت (Phantasie)دواړه د معنوی تولید وسائل دی خو توپیر ئې یو د بل سره دادی چې فکر په حقیقی نړۍ او چرت په غیری حقیقی او خیالی نړۍ کې د تولید باعث ګرزی . فکر د چرت مخالف قطب دی .

کله چې د انسان احساسات د دننی یا بهرنی علتونو له امله را وپاریږی او د فکر یا چرت سره یو ځای شی او هغه په کار وا چوی نو معنوی تولید یوه برخه ګڼلی شی یعنی هر معنوی تولید شعر ندی خوهر شعر معنوی تولید دی .

د شعر د جوړو لو په وخت کې باید د شاعر احساسات په دومره اندازه سره را پار یدلی وی چې وکولای شی چې فکر یا چرت په حرکت را ولی او په کار پیل وکړی . هر څو مره زیات چې احساسات فکر د شاعر په فعالیت راولی هغومره ئې شعر د حقیقی نړۍ پوری په مستقیمه توګه تړلی وی دا ددی مانا لری چې شاعر خپل شعر په رواجی او عادی ژبه جوړوی .

بر خلاف هر څومره چې احساسات چرت د شعر د جوړولو لپاره په فعالیت راولی هغومره شاعر په حقیقی نړۍ پوری لږ تړلی یا په بل عبارت سره په غیری مستقیمه توګه تړلی دی او خپل شعر په نااشنا او غیری رواجی ژبه جوړوی ځکه چې دی دلته په ډیره اندازه سره ازادی لری چې پخپل شعرکې داسی کلمی او توری د خپلی خوښی او راپاریدلو احساساتو سره سم بی لدی څخه چې د حقیقی نړۍ سره د هغوی ارتباط په نظرکې ونیسی استعمال کړی .

د فکر چرت او احساسا تو قدرت اوجریان او د دوی یو خاص تناسب شاعران په ډلو ویشی چې په عمومی ډول سړی دری ډوله شاعران جدا کولی شی چې یوی ډلی ته ئې سړی احساساتی اوفکری – بلی ډلی ته ئې احساساتی او چرتی او دریمی ډلی ته ئې احساساتی فکری او چرتی شاعران ویلی شی.

دلته دا سوال راپیدا کیږی چې ځنی خلک کولی شی چې صرف د فکر په زور سره شعر جوړ کړی او لدی کبله ضروری نده چې د شعر جوړولو په وخت کې د شاعر د فکر او یا چرت د احساساتوله خوا بدرګه شی . ددی سوال په جواب کې د سید رسول رسا سره یو ځای ویلی شو چې دا به یوازی د ور او غر د قافی برابر ول وی او هغه خوند او مزه به پکې نه وی کومه چې په شعرکې پرته وی او د شعر خاصیت جوړوی .

د شاعرانو دغه دری ډلی بیا په نورو وړو ډلو ویشل کیدلی شی چې مونږ دلته د مجلسی شاعرانو په مثال سره دا خبره جوتوو .

مجلسی شاعران مونږ هغه شاعرانو ته وا یو چې هم شاعر وی او هم خپله سندری وائی لکه رحیم غمزده، حضرت باز، نواب او داسی نور…

په پخوانیو وختونوکې چې راډیوګانی کمی وی نو میلی او مجلسونه زیات و . کله کله به په دغه مجلسونو او میلوکې مجلسی شاعران یو د بل سره په سندروکې نښتل٬ چې کله به دغه نښتو په شپو شپو دوام وکړ او لا یو به هم لامت نه و .

عوامو خلکو به دغه شاعرانو ته بادی جوشی یا اتشی شاعران هم ویل . بادی ئې ور ته ځکه ویل چې کله چې به دغه شاعر شعر ووایه نو بیا به تری هیر و. د شعر چپه به په شاعر باندی د باد په شان راغله او تیره به شوه. جوشی یا اتشی به دغه بل شاعر ته لدی کبله ویل کیده چې هر څومره چې به ده ډیر مجلس وکړ هغومره به تودیده او په جوش کې به راتو.

کیدای شی چې د عوامو د خولی دغه خبری د هغه څلورو طبقو سره ارتباط ولری چې د بادی٬ خاکی٬ ابی او اتشی په نامه سره یادیږی.

که پورتنی مثال ته ځیرشو نو دی نتجی ته به ورسیږو چې بادی او جوشی شاعران دواړه احساساتی او فکری شاعران دی خود بادی شاعر توپیر د جوشی شاعر سره دا دی چې د بادی شاعر احساسات راپاریږی اوبیر ته مړه کیږی یعنی عادی بڼه نیسی او دجوشی شاعر احساسات چې راوپاریږی بیا په اسانۍ سره نه سړیږی.

د شعر او شاعر اړیکی : نن ورځ په ګرافولوژی کې دا منلی شوی خبره ده چې قلمی لیک د لیکوال د شخصیت سره مستقیم اړیکی لری او لدی کبله سړی کولی شی چې د قلمی نسخو په اساس د دغه نسخو د لیکوال د شخصیت تحلیل وکړی. دا چې په ګرافولوژی کې د قلمی لیک د تحلیل لپاره څه اصولونه شته دی او دا اصولونه زمونږ د لیک لپاره تر کومی اندازی پوری اعتبار لری یو داسی سوال دی چې زمونږ د بحث موضوع نده ځکه چې زمونږ د بحث موضوع شاعر سره د ده د چاپی شعرونو د روابطو سوال دی خو ددی سوال د روښانولولپاره د ځیږ موند فراید (Freud) او د یونګ (Jung) دغیر شعور اصطلاح ګانو ته لنډ نظر اچول پکار دی.

دفرایډ په عقیده ساوالی (روحی) پیښی یوازی په شعور کې پرتی ندی ځکه چې د شعوری موادو د تشریح لپاره نور مواد پکار دی کوم چې د شعور نه بهروی سربیره پر دی تجزیوی تجربی دا خبره راپه ګوته کوی چې د ساوالو ماهیتونویوه برخه داسی نا مالوم او غیری عقیدوی خصوصیت لری چې د مالومو شعوری پیښو سره په تضاد لکه د ځان پخپله مرګ.

دشعور د لاندی فرایډ یوه تمثیلی اصطلاح یعنی دساوالو پیښو څرنګوالی (کیفیت) پوهیږی . سړی کولی شی چې دا خبره پدی لاندی مثال سره پوره روښانه کړی . که چیرته مونږ یو ساوال عنصر د مثال په توګه خیال په نظر کې ونیسو٬ نو دا خیال د تل لپاره زمونږ په یاد نه شی پاتی کیدی وروسته د یوه څه وخت څخه زمونږ د یاده وزی او کیدای شی چې د ځینو شرائطو د لاندی مو بیرته په یاد شی نو دلته دا سوال راپیدا کیږی چې دا خیال پدی منځ کې چیرته و او څه پری شوی و . مونږ ددی سوال په جواب کې ویلی شو چې زمونږ د یاده وتلی و یعنی چیرته پټ و٬ او که ښه افا ده وکړای شو نو وبه وایو چې دا خیال پدی وخت کې غیری شعوری و . ددی واقیعت له مخی فرایډ ساوالی پیښی او محتویات په دوه کتارو یعنی شعوری او غیری شعوری وویشل . ټولی ساوالی پیښی او محتویات چې اوس مونږ ته په یاد دی شعوری او کوم چې مونږ ته په یاد ندی غیری شعوری و بلل .

وروسته له څه مودی فرایډ د خپلو تجربو په ترڅ کې د غیری شعوری ساوالو پیښو او محتویاتو ساحه لاپسی تجزیه کړه اودوه ډوله فعالی ساوالی پیښی پکې مونده کړی . یو داسی فعالی ساوالی پیښی وی چې بی د کوموستونزو څخه په لږه پاملرنه شعور ته راتلای شوی او بل ډول ئې داسی پټی فعالی ساوالی پیښی وی چې د یوی ژوندی قوی پواسطه د شعور نه بندی شوی وی چې یوازی د ټاکلو شرائطو د لاندی په ډیرو ستونځو سره شعور ته راوړل کیدلی شوی.

دغه لــومړنۍ ډله د پټو ساوالو پیښو ئې د شعور تلی (Vorbewußtes) اوپه خپله د غیری شعور Unbewußtes کلمه ئې د دوهمی ډلی لپاره وساتله . ددی څیړنی څخه وروسته فرایډ شعوری او د شعور د تلی پیښی او محتویات د یوه ‎خیل او غیری شعوری ئې د بل خیل وګڼل او د اځکه چې د شعور د تل محتویات هر وخت شعوری کیدلای شی کله چې ورته پام وشی اوبر خلاف شعوری محتویات د شعور تلی ته کوزیږی که پام ورته ونه شی .

مګرغیری شعوری محتویات د مثال په توګه یو خیال چې په غیری شعور کې پروت وی راسا شعور ته راتلای نه شی . لومړی باید د شعور د تلی په محتوی یا خیال او بیا په شعوری محتوی بدل شی .

د څې .ګ . یونک په نظر یه ساوالی غیری شعوری پیښی په شخصی غیری شعوری او ډله ایزو غیری شعوری پیښو ویشل کیږی . شخصی غیری شعوری پیښی په پاسنی برخه کې پرتی دی چې د ځانګړو محتویاتو خوی لری د ډله ایزو غیری شعوری ساوالو پیښو کړه وړه د ګډو او عمومی مالوماتو پواسطه ټاکل کیږی چې یونګ ورته ارشی تیوپ وائې .د ارشی تیوپ د تشریح لپاره یونګ د ارشی تیوپ نښانو ته چې په کیسو اوافسانو کې راځی لکه بلا، پیریان، شیشکه او داسی نورو ته ګوته نیسی چې د یوه نسل څخه بل نسل ته د ټولنی چم ګاونډ اوچا پیر یال پواسطه نقل کیږی او د سړی د غیری شعور په لاندی برخه کې چې ډله ایز غیری شعور دی میشت او دیره کیږی .

فرایډ او یونګ ساوالی پیښی په ډلو ویشلی دی چې په مختلفو برخو کې ځای لری خو دائې نده څرګنده کړی چې دغه برخی د انسان په کوم ځای کې دی . کیدای شی چې دغه برخی په حافظه کې وی ولی چې حافظه هغه قدرت دی چې پخوانی مالومات ساتی او بی د تغیره ئې د ټاکلو شرائطو د لاندی یاد ته راوړی خو په هر صورت د ساوالو پیښو د مرکزیت په باره کې مختلفی نظری شته دی چې د هغوی تشریح مونږ ته دلته ضروری نه ښکاری ځکه چې د فرایډ او یونګ د غیری شعور اصطلاح ګانی ددی لپاره کفایت کوی چې مونږ پری د شاعر سره د ده د شعراړیکی روښانه کړو.

کله چې یو ماشوم نوی نړۍ ته راشی نو وروسته د یوی یا دری ( (سمدستی نوی ځیږیدلی ماشوم ته تی نه ورکول کیږی بلکه لږ څه وخت وروسته چې ماشوم وچ شی . په هر کلچر کې د تی د وخت په باره کې بیل ډول دود دی)) ورځومو یا داېئ پدی پیل کوی چې د ماشوم دلوږی اړتیا د تی په ورکولو سره پوره کړی چې پدی توګه سره د ماشوم تماس د خپلی کورنی سره چې د ټولنیز کیدلو د عملی مبلغه ده پیداکیږی او د همدی ځای څخه دده لپاره د ټولنیز کیدلو عملیه پیل کیږی چې د ژوند تر پایه پوره ئې مخ په وړاندی ځی .

ددی عملیی په ترڅ کې د ژوند په مختلفو پړاونو کې مختلفی اړتیاوی منځ ته راځې. خویوازی هغه اړتیاوی سرته رسیږی چې د ټولنی د دود دستور او قوانینو سره په کومه کې چې سړی ژوند کوی برابروی .هغه اړتیا وی چې د ټولنی د دود دستور او قوانینو(×××) سره سمون نه خوری د ټولنی له خوا غندل کیږی او پوره کیدل ئې منع او په جزا محکوم دی لدی کبله ددغه اړتیاو د پوره کیدلوهیلی په غیری شعور کې ځای نیسی او پټیږی خو دبلی خوا د سرته رسیدلو هڅه د لاسه نه ورکوی او دیوی داسی ساوالی لانجی بڼه نیسی چې د یوی خوا باید حل شی اودبلی خوا ئې حل کیدل منع دی نو په چرت او خیال کې ئې د حل کیدلو هڅه کیږی .

همدا علت دی چې ځیږمونډ فرایډ د اړتیاو(غریزو) د سرته رسیدلوهیلی دچرت محر که قوه ګڼی او لدی کبله هرچرت د یوی هیلی د سرته رسیدلو اویا د یوی لانجی یامسلی د حل٬ چې تاداو ئې په منع شوو هیلو ولاړ وی مانا لری. هر څومره چې سړی زیاتی هیلی او ارمانونه په زړه کې ولری هغومره ډیر چرت وهی . اکثره وخت سړه خپل چرت د نورو خلکو څخه پټوی .

کیدای شی چې سړی ته ځان یوازی ښکاری چې ځانله دی دغسی شیانو کې چرت وهی او یا د دی څخه ډاریږی چې د ټولنی له خوا به په سزا ورسیږی ځکه چې په هر چرت کې د منع شوو او سرته نارسیدلوهیلو د پوره کیدلو اراده پرته ده یا په بل عبادت سره په چرت کې د هغه مسئالو او لانجو د حل نیت پروت دی چې د سرته نارسیدلو او منع شوو هیلو په نتیجه کې پیدا شوی دی .په لنډه توګه سره ویلی شو چې هغه هیلی او ارزو ګانی چې د ټولنی له خوا د تل لپاره منع وی (او هم ددغه هیلو او ارزو ګانو د سرته رسیدلو فکر) غیری شعور ته فرار کیږی٬ خو تل د سرته رسیدلو هڅه کوی چې له دی کبله دغیری شعور څخه د شعور تلی ته راځی او د هغه ځای څخه کله کله کډه کوی او په چرته کې دیره کیږی ځکه چې په حقیقی نړۍ کې ئې څرګندونه په جزا محکومه ده.

دلته باید دا هم یاده شی چې هغه هیلی او مسائل چې د ځینو ټولنیزو شرائطو د لاندی څرګندو نه او حل کیدل ازاد وی او د ځینو ټولنیزو شرائطو د لاندی بیا نه وی نود شعور په تل کې دیره کیږی او د حقیقی نړۍ سره ئې بشپړ اړیکی نه شلیږی خوکه ددغه هیلو او همدغسی ددغه هیلو څخه د پیدا شوو مسائلو لپاره د بندیز ټولنیز شرائط ډیره موده دوام وکړی نوبیا ددی امکان هم شته دی چې دوی د شعور دتل څخه غیری حقیقی نړۍ یعنی چرت ته لاړی شی نولدی کبله چرت د سرته نارسیدلو هیلو او مسئلو کور او ځای دی . خو کله چې د سړی احساسات راوپاریږی نوبیا د جزا څخه دومره نه ډاریږی او جرئت ئې زیاتیږی . ملی شاعر ملنګ جان هم زمویږ د اخبره تائیدوی .

حق به وایم سمدستی که وژل کیږم

جــذبـات د شــاعـرۍ دی نه ویریږم


شاعران همد غه خلک دی چې د خپلو راپاریدلو احساساتو په وخت کې خپلی سرته نارسیدلی او فرار شوی هیلی د شعور د تل او یا د چرت څخه را اخلی او په داسی جامه کې د شعر پواسطه ټولنی (حقیقی نړۍ) ته بیرته وړاندی کوی چې د یوی خوا په سزاونه رسیږی او د بلی خوا ئې هیلی د عمل جامی واغوندی . پدی برخه کې شاعران د مختلفو تخنیکونو او طریقو څخه کار اخلی چې مهم ئې د « نومولو تخنیک» دی . دلته شاعر شیان او مسائل په خپل اصلی نوم سره نه، بلکه په بدل نوم سره په خپل شعر کې مطرح کوی او په دغه بدل نوم د اصلی شیانو او مسائلو تمثیل په غیری مستقیمه توګه کوی٬ چې یو شمیر شاعران پدی برخه کې لکه غنی خان او سیلانی افغان د حیواناتو د نومونو څخه کار اخلی او پوره مهارت پکی لری (د ډبی په مشاعره کې د سیلانی افغان د مستو کارۍ شعر ته ددی تخنیک د پوهیدلو او زیاتو معلوماتو د لاس ته را وستلو لپاره پام کولی شی ‎«پښتونخوا : د مضامينو او شعرونو ټولګه؛ ۵۸ مخ»).

په لنډه توګه سره ویلی شو چې ساوالی پیښی اومسائل په دری برخو ویشل کیدلی شی چې شعوری، د شعور تلی او غیری شعوری دی . غیری شعوری بیا په ځانګړو او ډله ایزو غیری شعوری ویشل کیږی .

شاعران خپلی غیری شعوری هیلی او مسائل چې د شعور تلی ته راغلی وی او یا د شعور د تلی څخه چرت ته تللی وی په داسی حال کې چې احساسات ئې را پاریدلی وی را اخلی او په خپلو شعرونو کې مطرح کوی . لکه څنګه چې غیری شعوری پیښی او مسائل په ځانګړو او ډله ایزو ویشل کیږی همدغسی شاعران هم سړی د دوی د هیلو په اساس په ځانګړو(فردی) او ډله ایزو شاعرانو ویشلی شی . دلته باید د شاعر دشعر محتویات وکتل شی چې ډله ایز مسائل په کې پراته دی او که ځانګړی . که څه هم د ډله ایزو او ځانګړو مسائلو توپیر ډیر سخت دی خو په عمومی ډول سړی ویلی شی چې ډله ایز هغه مسائل دی چې د یوی ډلی یا کوم ملک او یاد کومی ایډولوژی نمایندګی وکړای شی . پدی توګه سره ملی شاعر دی چې د ده د شعر محتویات د یوه قام (ملت) ګډی ارزو ګانی او مسائل وی .

همدغسی انقلابی شاعر هغه شاعر دی چې د ده په شعر کې د کارګرو او دهقانانو د طبقی هیلی او مسائل پراته وی .

پدی اساس شاعران سړی په مختلفو ډلو او ګروپونو ویشلی شی . دا باید هم یاده شی چې ځنی داسی شاعران هم شته دی چې د شعر محتویات ئې د مختلفو ډلو د مسائلو او علائقو نمایندګی کوی . پدی حالت کې باید هری ډلی ته منسوب شعرونه د کمیت له لحاظه درجه بندی شی . د درجه بندۍ لپاره سړی یوبیت یا یوه مصرع د واحد په حیث استعمالولی شی .

د کومی ډلی شعرونه چې ترټولو زیات وی همدغی ډلی ته سړی دغه شاعر منسوبولی شی . دا چې په کومه اندازه دغه شاعر د دغی ډلی سره ورته والی لری او ددغه ډلی په هدفونو او مسائلو په حل کې برخه اخلی د شاعر د رول د تحلیل پواسطه چې په شعر کې پروت دی اټکل کیدلای شی ځکه چې هر شاعر کې د یو چا٬ یا څه شی سره ځان مشابه او ورته کوی او یو رول لوبوی د مثال په توګه د ګل، بلبل، تندر٬ ناصح٬ کتونکی ٬ تماشاکونکی د یوی ډلی دغړی یاد کومی ایډ ولوژی د نماینده د یوی ډلی د مشر یا مبلغ او داسی نور رولو نه لوبوی .

دلته باید وکتل شی چې شاعر د دغی ډلی په هدفونو مسائلو کې څه رول لوبول غواړی یوازی د ډلی د هدفونو او مسائلو تمثیل د یوه کتونکی په حیث کوی اوکه ددغه ډلی د مسائلو او هدفونو په حل کې ددغه ډلی د غړی یا مشر یا کوم بل څه په حیث فعاله برخه اخلی او د مسائلو د حل لپاره نظری٬ پیشنهادونه٬ ابتکارونه وړاندی کوی اوکه نه !

دبورژوازۍ په ایډولوژۍ ملبس شاعران یوازی د د طبقاتی ټولنی د تضادونو تمثیل کوی او ددغه تضادونو دحل او منځه وړو لپاره کومه نظریه نه وړاندی کوی او د بدلون اراده نلری . دلته باید دا خبره هیره نه شی چې د شاعر د یوه یا یوڅو شعرونو په اساس چې د کومی ډلی پوری اړه لری باید قضاوت ونه شی بلکه د ده د ټولو یا اکثره شعرونو په اساس چې ددغه ډلی پوری اړه لری ځکه چې یو شاعر پخپلو مختلفو شعرونو کې مختلف رول لوبولی شی حتی په یوه شعر کې هم ممکنه ده چې شاعر ډیر رولونه ولوبوی .

—————————

(×××)قانونونه زمونږ په عقیده په دوه ډوله دی مصنوعی قانونونه او طبعی قانونونه :

مصنوعی قانونونه هغه قانونونه دی چې د خلکو له خوا جوړیږی( لکه حقوقی قانونونه ) او اکثره وخت د هغه خلکو له خوا منځ ته راځې چې قدرت ئې په لاس کې وی له همدی کبله ددغه خلکو د ګټو د ساتلو په خدمت کې دی.

طبعی قانونونه هغه قانونونه دی چې د خلکو له خوا په ارادی توګه نه جوریږی بلکه د خلکوله خوا درک اوموندل کیږی .

اخستونځی :

1

سیدرسول رسا:ادبی تنقید« یونیور ستی بک ایجنسی خیبر بازار پیښور

2

S.Freud: “Das Unheimliche; Aufsätze zur Literatur”, Vlg.Fischer 1963

3

S.Freud: “Gesamelte Werke”; Bd 13, Vlg.Fischer 1968

4

C.G. Jung: “Bewusstes und Unbewußtes”, Fischer Bucherei, 1957

5

د ملنګ جان :« خوږی نغمی» پښتو ټولنه

پښتونخوا : (د مضامينو او شعرونو ټولګه)/ چاپكال : ۱۹۷۷

Pakhtoonkhwa: A Collection of Essays and Poems / published in 1977 Germany