ډېر لوى عالم، شاعر او مخلص قام پرست

نن په پېنځلسم (15) اپريل په سپين جومات پېښور كې موږ د خداى بښلي كبير ستوري لاسنيوي (دعا) ته ناست يو. مرحوم ډېر لوى عالم، شاعر، اديب، مصنف او مخلص قام پرست و.

د هغوى ارمان و، چې د هغه په ژوند كې د هغه تقسيم شوى پښتون قام خپل قامي وحدت ترلاسه كړي، خو د افسوس مقام دى، چې په ژوند يې دا ارمان پوره نشو. خو ددې دپاره مرحوم په جرمني، يورپ او پښتونخوا كې دومره هلې ځلې كړي دي او داسې روښانه لارې يې جوړې كړي دي، چې زما يقين دى چې د پښتون قام د وحدت دا ارمان به يې ډېر زر پوره شي.

ستورى سراسر اخلاص و، نو افغانانو ورسره د مرګ نه وروسته د بې كچه اخلاص څرګندونه كړې ده.

په جرمني كې، په خپل ملك افغانستان او خپله علاقه كونړ كې او نن دلته په سپين جومات كې ډېر ګڼ افغانان د هغه په جنازه او فاتحه كې حاضر دي او د عقيدت ګلونه او دعاګانې د مرحوم روح ته وړاندې كوي. الله ج دې ورته جنت الفردوس نصيب كړي او د خپل ديدار نه دې په جنت الفردوس كې سرفراز كړي.

اّمين

محمد افضل خان ( خان لالا)

د عوامی نشنل ګوند مشر