د پښتو د اسمان ستورى اخر پرېوتو

د پښتو د اسمان ستورى اخر پرېوتو، خو چې كله ورځ شي نو ستوري پرېوځي او چې كله هم تورتم راشي، ستوري بيا ځلېږي، بيا پړقېږي.

ډاكتر كبير ستورى د پښتو په هغه نامتو شاعرانو كې شامل دى، د چا په كلام كې چې له هرې ډډې قامولي، پښتونولي او غېرت ورننوتى و. په عشقيه كلام كې به يې هم له يوې ډډې قام پرستي راننوته.

د يو بنيادم په حيث ډېر خوږ، پوست او نرم بنيادم و. د يو دوست په حيث ډېر كوټلى نر پښتون و. ما به كه د ليك جواب وركړو او كه نه، خو ددې ښاغلي له لوري به چټۍ په خپل وخت راتللې. په هر اختر كې به چې دده له لوري مباركي راغله، نو زما روح به يې خوشحاله كړو.