تــــــل تر تــــــله پـــه ښه نوم پايي ښاغلي

يو هوښيار رښتيا ويلي، چې كله يو شاعر، اديب يا دانشور د دنيا نه لاړ شي، نو د كاېنات يوه سترګه ړنده شي. دا خبره په خپل ځاى صحيح ده، خو زما په فكر ددې په بندېدلو هم خلك ددې بركت او فيض نه محرومېدى نه شي، ځكه چې د بندېدو نه وړاندې، دې خپله بينايي نورو سترګو ته منتقل كړې وي او نورې ډېرې سترګې يې بينا كړې وي.

خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى په حقيقت كې د پښتو ژبې او ادب ځلانده ستورى و ،لوى شاعر و، ستر ليكوال و، ملي اتل و، سياسي رهبر و، د قوم خواخوږى و، په خپلو اقدارو او ثقافت مېن انسان و، د قام سترګې او د قامي وحدت عظيم داعي و. د هغوى په مړينه هم د كاېناتو يوه سترګه ړنده او بنده شوه، خو د هغوى نوم به د خپلو سپېڅلو خيالاتو په وجه همېشه ژوندى وي او دغسې به د هغوى د اعلى افكارو او تعليماتو په وجه زموږ په زړونو كې د قامي وحدت، خپلواكۍ او خپلو حقونو دپاره د مبارزې جذبه رابېداره وي.

روح دې يې ښاد وي.

مړ هغه چې نه يې نوم نـه يـې نـښــان وي

تــــــل تر تــــــله پـــه ښه نوم پايي ښاغلي.

سيد ولي خيال مومن

ريزيډنټ ډايريكټر اكاډمي ادبيات، پېښور