په حقيقت كې يو ځلنده ستورى

ستورى په حقيقت كې يو ځلنده ستورى و مرګ يو حقيقت دى د هېچا خلاصى ترې نشته موږه به دا وايو چې ايمان دې خداى نصيب كړه

دلته نه د ډېرو ارمانونو سره لاړې هلته د جنت حورې غلمان دې خداى نصيب كړه

محترم ډاكتر كبير ستورى په حقيقت كې يو ځلنده ستورى و. داسې به څوك وي، چې ددغه ستوري د رڼا د تاثراتو نه به بې خبره پاتې شوى وي. موږ غوندې لېونو سره يې هم داسې مينه وه، چې كله به د جرمني نه راغلو او دلته به يې كوم ادبي تقريب كې وليدم، نو ځان سره به يې ګاډي كې كېنولم او خپل كور ته به يې شپې له بوتلم. ګپ به مو ولګولو، سهار به يې سره د ډېرو كتابونو په ركشه كې رارخصت كړم او خيبر بازار كې يونيورسټي بك ايجنسۍ سره به كوز شوم. هلته د څه ساعت دمې كولو نه بس به بيا كلي ته راغلم .

دغسې به ډاكتر صيب د جرمني نه د اختر مباركي هم رالېږله او كمه د پښتو رساله “پښتونخوا” چې به يې د جرمني نه چاپ كوله، هغه به يې هم رالېږله . ډاكټر صيب د پښتو ژبې او پښتون قام هر قسم خدمت كړى، ټولو پښتنو او خصوصاً شاعرانو او اديبانو باندې يې دا حق دى، چې په ډېر درناوي سره د ډاكتر صيب په ياد كې مشاعرې او اجلاسونه وكړي او د ډاكتر صيب دې خدمتونو ته په درنه سترګه وګوري.