د پښتون قام د يووالي او ښېګړې دپاره

لوى پښتون! ښاغلي كبير ستوري صيب ته زه د يو لوى پښتون په سترګه ګورم، ځكه چې هغه نه صرف د لر او بر پښتون درد په زړه كې وو، بلكې هغه د قلمي جهاد نه راواخله تر عملي جهاد (د تورې نه) پورې د پښتون قام د يووالي او ښېګړې دپاره كار كولو. هغه كه نن زموږ په منځ كې نشته، خو د هغه قلم او فكر زموږ د لارې رهنما او لارښود دى. خداى دې د ښكليو جنتونو سردار كړي .