د شعر يو بيت چې لاتراوسه مې هم په ياد

ارواښاد ستورى او زه دواړه له رحمان بابا لېسې څخه فارغ شوي يو. موږ دواړو به يوځاى د ښوونځي په كنفرانسونو كې برخه اخيسته، چې زما او دده د راتلونكي مطبوعاتي ژوند لپاره ښه لارښود شو. د هغه، د هغه وخت د شعر يو بيت چې لاتراوسه مې هم په ياد دى، چې د خپل شعر په وروستي بيت كې يې وويل:

“اى كبيره د پيسې طرفدار مه شه”

هوكې! ددغه بيت نه سړى پوهېداى شي، چې هغه څه نظر درلود؟ د هغه ناڅاپي مړينه واقعاً لويه او ستره ضايع ده.