ډاكتر كبير ستوري يو سپېڅلى انسان و

د ډاكتر كبير ستوري مړينه د افغان ولس لپاره، د پښتنو لپاره او د لوى افغانستان د ملي وحدت لپاره يوه لويه ضايعه ده.

ارواښاد ستورى ليكوال، شاعر، عالم، سياستوال او يو سپېڅلى انسان و، چې ژوند يې د سپېڅلتيا يوه نښه وه او مړينه يې هم د داسې يو سپېڅلي انسان په څېر وه، چې ټول وطن غم ورسره شريك كړ.