په هالندکی د افغانی کولتوری ټولنې پیغام

د لوی څښتن په نامه

درنو هیواد والو !

د ورستیو دری لسیزو راهسی له هغه محاله چې د ګران هیواد خپلواکې ځمکنی بشپړتیا ملی ګټی او ملی هویت د پردیو له خوا له ګواښ سره مخ خامخا شونو خدای بخښلی ډاکتر کبیر ستوری هم د افغان ملت د ملی مبازرینو په لیکه کې په مړانه ودرید او د خپلو هم غږو او هم فکرو ملګرو سره ئې یو ځای په خپلو هڅو د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند(PSDP) بنسټ کیښود او په دغه نوښت ئې د پښتنو او پښتون ټبر د واک غوښتلو غږ پورته کړ او خپلې هڅی ئې چمتو کړی.

د رسمی دندی او نور بوښتیاؤ سره سره هغه د پښتون ټبر یووالی او د پښتو سمسورتیا او وده ورکول خپله دنده وګرځوله او په دغه لاره کې د مرګ تر پولی پورې نه ستړکیدونکی مبارزه وکړه، چې په دی هکله د دغه ملی مبارز لاس ته راوړنی هم په افغانستان او همدا ډول په لویه پښتونخوا او بهرنیو هیوادونو کې د مېشتو پښتنو تر منځ په ډاګه او ښکاره دی .

ارواښاد ستوری د ډیرو ښه اخلاقو خاوند د سپیڅلی زړه په لرلو سره د هر چا په زړه کې ځای درلود.

دغه ستر شخصیت د افغان کډوالو د ستونزو په سمونتیا کې هر افغان ته د مرستی لاس اوږد کړی ؤ، چې د دغه انسان دا هلې ځلې د هیڅ افغان لپاره د هیرویدو نه دی.

په نیدرلینډ یا هالنډ کې افغانې کولتورې ټولنه د دغه ملی مبارز نشتوالی د افغان ملت لپاره یوه لوی تشه ګڼی خو په دی هیله چې ددغه انسان ستوری دی د تل لپاره روښانه او ځلنده وی .

ډیره مننه

ډګروال علی محمد مجبور

په هالنډکی د افغانی کولتوری ټولنې مشر

[vid=files/videos/PSDPGhonda17.flv]

يادونه : دا پیغام د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.