د پښتنو کولتوری ټولنی د غمشريكۍ پېغام

درنو او قدرمنو پښتنو نيکی هيلی او سلامونه !

تر ټولو د مخه د کونړ میشته فرهنګیانو ته کورودانی وايم . چې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د لومړی تلین په یاد ئې پرتمینه غونډه جوړه کړه .

درنو پښتنو، د پښتو ژبی ، ادب ، کولتور او د پښتنو د ملی مبارزی سرکښانو يادونی او کار نامی د پښتنو او د پښتنی ټولنی ذمه واری او مسولیت دی دا کار مونږ ته بل څوک نه کوی او نه ئې کولی شی .

د کونړ میشته فرهنګیانو چې کوم قدم اخستی او دا پرتمینه غونډه ئې جوړه کړی نو دغه قدم په اصل کې د خپلو خلکو او ټولنی په مقابل کې د ذمه وارۍ هغه احساس دی چې هر پښتون او پښتنه ورته نه يوازی دا چې د قدر په سترګه وګوری ، بلکه په کلکه ئې ملاتړ او مرسته وکړی .

د پښتنو کولتوری ټولنه د کونړ فرهنګیانو او ټولو هغه ادبی ملګرو ته چې پدغه لاره کې ئې منډی وهلی او هلی ځلی ئې کړی او د خپلو ملی مشرانو یاد تازه ساتی کور ودانی وائی او یو روښانه راتلونکی او مستقبل دوعا ورته کوو .

د پښتنو کولتوری ټولنه د خپلو هيوادوالو سره د پښتو د ادبی بهیر په سمسورتیا او مبارزه کې ځان سریک ګڼی . او په راتلونکی کې د خپلو خلکو او ولس د ملی ګټو او ارزوګانو تر سره کولو لپاره اوږه په اوږه د خپلو پښتنو تر څنګه ولاړه ده . د وطن نه لیری د جرمنی د خړ او بارانی موسم نه د کونړ د شنو او زرغونو درو په لور ټولو ادبی ملګرو او درنو پښتنو ته یو ځل په پښتنه مینه سمبال سلامونه رسوم روغ جوړ او خوښ اوسۍ .

محمد شرین ګردیوال

د پښتنو کولتوری ټولنی مشر


[vid=files/videos/KunarGhonda8.flv]

يادښت : دا پیغام د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.