د پاك پښتو ادبي ټولنی د غمرازۍ پېغام

د ارواښاد كبير ستوري مړينه فقط د هغه د خاندان يا قوم زيان نه دى، بلكې د لر و برو ټولو افغانانو، پښتنو او د هېواد نه بهر افغانانو دپاره هم يو لوى زيان دى.

زه د خپله اړخه او ما سره په بهرني هېواد كې مېشت ټول پښتانه اديبان، شاعران او باالخصوص د پاك پښتو ادبي ټولنې دوحه قطر ټول غړي د كبير ستوري په مرګ د زړه له كومي خواشيني او خپګان څرګندوي.

فيروز خان اپريدى

د پاك پښتو ادبي ټولنی مشر

دوحه، قطر