د دانش خپرندويې ټولنې د خواشينۍ پېغام

په ډېره خواشينۍ سره مو د ليكوال، ارواپوه، سياسي او ملي شخصيت ډاكتر كبير ستوري د ناڅاپي مړينې خبر واورېد، چې په اورېدو يې ډېر خواشيني او دردمن شوو. د پښتو ژبې او پښتنو لپاره د ډاكتر كبير ستوري نه ستړې كېدونكې هلې ځلې د هېرولو نه دي.

د دانش خپرندويې ټولنې او الفت مياشتنۍ خپرونې ټول كاركوونكي د ارواښاد له درنې او پتمنې كورنۍ سره په دغه درانه غم كې ځانونه برابر شريك ګڼي، د لوى څښتن له درباره ارواښاد ته په جنت الفردوس كې لوړ ځاى او درنې كورنۍ ته يې د زړه صبر غواړو.

اسدالله دانش ساپى

د دانش خپرندويې ټولنې مشر

پېښور _ پښتونخوا