د افغان خپرندويې ټولنې د خواشينۍ پېغام

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشر او د پښتو ژبې يو ځلاند ستورى پرېووت.

دا خبر موږ لپاره د ډېرې خواشينۍ او خپګان سبب وګرځېد. ډاكتر كبير ستوري د پښتو ژبې او ادب لپاره ډېر فعال كار كړى و او د هېواد څخه دباندې نړۍ كې يې نه يوازې په خپله د پښتو ډېر ستر خدمت كړى و، بلكې نور پښتانه يې هم تل دې ته هڅولي وو ، چې د خپلې ژبې او ادب د ښېرازۍ او ودې لپاره كار وكړي. د هغه مړينه د پښتو ژبې او ادب لپاره يو نه سركېدونكى تاوان دى.

افغان خپرندويه ټولنه دا غم د ټولو پښتنو شريك غم ګڼي او د افغانستان له حكومت څخه غوښتنه كوي، چې د ډاكتر كبير ستوري د لوړو خدماتو د اعتراف لپاره په كابل كې د پښتو ژبې يوه نوې اداره د هغه په نوم جوړه كړي.

عبدالهادي حېران

افغان خپرندويه ټولنه _ پېښور