د غنی خان د ادبی جرګی د خواشينۍ پېغام

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو جرګی او په دی درنه غونډه کې ګډونکوو او برخه والو درنو خويندو او ورونو ! پدی به ډیر خوښ وای چې پدی پرتمنه غونډه کې د پښتون د هسک ستوری ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د لمړی تلین په یاد جوړه شوی ده ګډون کړی وای ، خو د خپلی ناروغۍ له کبله مې ونه شو کړای چې ګډون وکړم .

زه پدی ډیر خوښ یم چې مونږ د خپلو اتلانو زیار، کړاو همدغسی خپل راتلونکی کول ته وړاندی کړو چې هغوۍ ته معلومه وی چی ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د خپلی ژبی ، کولتور او خاوری لپاره څومره زیار او کړاو ګاللی دی .

زه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند او ددی غونډی جوړونکو ته مبارکی وایم او ټولو ګډونکو ته سلامونه او درناوی وړاندی کوم .

په ډیر درنښت

پوهاند جهانزیب « نياز»

د غنی خان ادبی ، کلتوری او څیړنیزی جرګی مشر

يادونه : دا پیغام د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.