د خوست ويب پاڼې د غمشريكۍ پېغام

په ډېره خواشينۍ سره مو د نوميالي اديب، شاعر او پښتون ډاكتر كبير ستوري د مرګ خبر واورېد.

پښتو ژبې او ادب لپاره به د ډاكتر كبير ستوريخدمتونه او كارونه تل ياد ساتلى شي. موږ په دې لوى غم كې د ارواښاد له كورنۍ سره برابر شريك يو او د لوى خداى په دربار كې لاس په دعا يو، چې ارواښاد كبير ستوري ته جنت الفردوس او كورنۍ او دوستانو ته يې صبر جميل نصيب كړي.

عبدالله خوستى

د خوست ويب پاڼې چلوونكى