د كامل پښتو ادبي جرګې د غمرازۍ پېغام

په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشر ډاكتر كبير ستورى په جرمني كې په حق ورسېد.

د ډاكتر كبير ستوري مړينه د پښتو ادب او پښتو ژبې لپاره يوه ستره ضايعه ده.

كامل پښتو ادبي جرګه (پبو، پېښور) د خداى بښلي ډاكتر كبير ستوري په مړينه د ژور غم او خپګان څرګندونه كوي او دا غم د ټولو پښتنو شريك غم ګڼي.

د لوى خداى په دربار كې لاس په دعا يو، چې د ډاكتر كبير ستوري جنت الفردوس او د خپلوانو، دوستانو، شاګردانو او د پښتو ژبې او ادب د ټولو مينه والو صبر او حوصله په نصيب شي.

ډاكتر شېر زمان طاېزى

صدر كامل پښتو ادبي جرګه، پېښور