د افغان اسلامي اژانس د خواشينۍ پېغام

په ډېره خواشينۍ سره مو د نوميالي اديب، شاعر او ارواپوه ډاكتر كبير ستوري د مرګ خبر واورېد.

پښتو ژبې او ادب لپاره به د ډاكتر كبير ستوري خدمتونه او كارونه تل ياد ساتلى شي. موږ په دې لوى غم كې د ارواښاد له كورنۍ سره برابر شريك يو او د لوى خداى په دربار كې لاس په دعا يو، چې ارواښاد كبير ستوري ته جنت الفردوس او كورنۍ او دوستانو ته يي صبر جميل نصيب كړي.

محمد يعقوب “شرافت”

د افغان اسلامي اژانس مشر