د شفيق ادبي څېړنځى د غمشريكۍ پیغامونه

په ويرجنه چټكۍ سره د پښتنو په ننګ ولاړ او د پښتو د ادب د خوږ كاروان د ځلانده ستوري ډاكتر صاحب كبير “ستوري” د يوناڅاپي مړينې له كبله يو څو ټكي ليكم. رښتيا چې دغه نه ستړى كېدونكى مبارز او ټولنيز خدمتګار د زړه نه خپل ځان او ژوند د پښتو درنې تګلارې ته وقف كړى و. د لوړې حوصلې او پياوړي عزم خاوند و، د دوى ټولنپروري او دروند اصولي ژوند د دوى د شخصيت پېژندونكيو ته په ټولنه كې يو نه هېرېدونكى مثال دى.

د يو عالم ليكوال او څېړونكي په څېر يې لوستونكيو ته داسې ارزښتناكه ليكنې وركړي، چې په رښتيا ورته په ادب او ټولنه كې اړتيا ليدل كېږي.

موږ د شفيق د ادبي څېړنځي ټول كاركوونكي او ملګري ددغه پښتون خدمتګار په مرګ وير كوو او د درنې كورنۍ ټولو غړيو او واړه خواږو سره يې د دوى د نه هېرېدونكي غم درد شريكوو، د لوى او لايزال څښتن تعالى څخه ورته د زړه صبر او د هغوى د پاتې كړنو د بشپړولو او نيمګړيو ارمانونو د پوره كولو حوصله غواړو.

روح يې ښاد او قبر يې روښانه

اخندزاده ننګ كاموي

شفيق ادبي څېړنځى _ كابل افغانستان


————————————————————————————-

د شفيق ادبي څېړنځى

ارواښاد ډاکټر کبیر ستوری نه یوازی د پښتو ادب په اسمان کې ځلانده ستوری ؤ، بلکه د ارواپوهنی په ګر کې یی هم پښتو او پښتنوته ستر خدمتونه کړي دی چې دا د پښتنو د ادب په تاریخ کې ځانګړی ارزښت لری .

په درنښت

ډاکټر ننګ کاموي ( كابل )

شفيق ادبي څېړنځى مشر


يادونه : دا پیغام د 2008ع کال د مئ د مياشتی په دریويشتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري په يادغونډه كې، چې د افغان ادبي ټولنې لخوا په پيښور د بورډ دزيارت دتم ځاى دپي سي ايس په كالج كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.

[vid=files/videos/AfghanAdabiTolana26.flv]