د افغانانو د كلتوري ټولنه د خواخوږۍ پېغام

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې ډاكتر كبير ستوري د ورپېښې ناروغۍ له امله د روان زېږديز كال د اپريل په څلورمه د جرمني د كولن په ښار كې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې.

انا لله و انا اليه راجعون


ارواښاد ډاكتر كبير ستوري افغان ولس او خپل ټبر ته د يو شاعر، ليكوال او سياستوال په توګه د خپل توان تر بريده چوپړ كړى دى.

په بلجيم كې مېشت افغانان دده مړينه افغان ولس او پښتون ټبر ته يوه لويه ضايعه بولي او په داسې حال كې چې په دې غم كې ځانونه له ټول افغان ولس سره شريك ګڼي، د لوى او بښونكي څښتن څخه ارواښاد ته د مغفرت او د دوى كورنۍ او دوستانو ته د صبر غوښتنه كوي. روح يې ښاده او ياد يې تلپاته.

په ډېر درنښت

په بلجيم كې د افغانستانو كلتوري ټولنه

بروكسل