د افغانستان د كلتوري ودې ټولنې پیغامونه

په خواشينۍ سره خبر شولو، چې افغان ليكوال، شاعر او ارواپوه ډاكتر كبير ستورى د زړه د درېدو له امله نن سهار په جرمني كې وفات شو.

انا لله و انا اليه راجعون.

ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د ژوند اوږده كلونه خپلې ژبې ته د خدمت لپاره وقف كړي وو او په اوږده پردېسۍ كې هم تل د خپل هېواد او خپلې ژبې د يو نه ستړي كېدونكي خدمتګار په توګه پاتې شو.

د هغه مړينه يوه لويه ضايعه ده، كورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه او هغه ارواښاد ته د جنتونو دعا كوو.

په درناوي

د افغانستان د كلتوري ودې ټولنه

جرمني، د كولن ښار

————————————————————————————-

په کونړ کې د اروښاد ډاکتر کبیر ستوری ياد غونډې ته د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې پیغام


د لوی او مهربان خدای په نامه

د خوښۍ ځای دی چې دافغانستان د نومیالي ليکوال ، ارواپوه او شاعر ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د مړینې د لومړي تلین په مناسبت د کونړ مېشتو کلتوري ټولنو له لورې په کونړ ولایت کې دا سې یوه درنده علمي او ادبی غونډه جوړېږي .

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ، په داسې حال کې چې د ارواښاد ډاکتر ستوری یاد غونډې په جوړولو کې د کونړ د مردخېزې او ادب خېزې سیمې د کلتوري ټولنو هڅې ستائي ، هیله لري چې په دغه غونډه کې د هغوی د ژوند ، اثارو او افکارو په اړه په زړه پورې څیړنې وړاندې شي .

موږ دغه راز هیله کوو چې د افغان سید جمال الدین ، استاد مجروح ، شهید مجروح ، مستور شال او د علم او ادب د نورو ستوریو په دغه مهم ټاټوبې کې کلتوري او ادبي هڅی لا پراخې او سمسورې شي او د ارواښاد ستوری او د ادب د میدان د دغو نورو شخصیتونو په نومونو تعلیمی او فرهنګي مؤسسې ونومولې شي .

يو ځل بیا ددې یاد غونډې په جوړولو کې ستاسو د ټولو بری ستایو او د کلتوري هڅو د پراخېدو لپاره مو د نورو بریالیتونو لپاره دوعا کوو.

په درناوي

د ټولنې مشر تابه جرګه


[vid=files/videos/KunarGhonda3.flv]

يادښت : دا پیغام د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.

————————————————————————————-

په جرمنی کی « دافغانستان د کلتوري ودې ټولنې » له خوا په پیښور کی «افغان ادبـی ټولنی » ته د اروښاد ډاکتر کبیر ستوری د ياد غونډې په ویاړ د مبارکۍ پیغام

د لوی او مهربان خدای په نامه

دافغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشر تابه جرګه تاسی ټولو ته ددغه پرتمینی غونډی چی د هیواد یو منلی ملی شخصیت ،وتلی ارواپوه او په هیواد او ولس مین فرهنګی په یاد مو جوړه کړی ده ، د زړه له کومی مبارکی وایـی او مننه درڅخه کوی چی خپل درانه مشران لا پسی درنوۍ او یاد یـی ژوندی ساتۍ. بـی له شکه چی ستاسی دغه هڅه نه یوازی داچی د هیواد د ملی شخصیتونو یاد ژوندی ساتی، بلکه په ولس او راتلونکی نسل کی د ملی شعور د ژوندی کولو او د هیوادنۍ مینی په راپارولو کی پوره اغیز لرلی شی.

ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری چی خپل ټول ژوند یـی خپل ولس او خپلی ژبـی ته وقف کړی ؤ، د یوه سوچه پښتون هوډمن مبارز او یو سپیڅلی انسان په توګه پر مونږ ټولو حق لری چی د هغه یاد تل ژوندی وساتو او د هغه حق پر ځای کړو.

دا چی نن تاسی دغه کار ته مټی رانغښتی او د پښتنو ددغه ملی شخصیت حق ادا کوۍ مونږ ستاسی دغه نیک اقدام په ټول افغان ولس لویه پیرزوینه ګڼو، او پدی ویاړو چی په خپل ولس کی ستاسی په څیر با احساسه هیوادوال لرو.

دافغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشر تابه جرګه په داسې حال کې چې ستاسی ددغه نیک قدم پوره ملاتړ کوی تاسی سره ددغه ستر کار په سرته رسیدو کی ځان شریک ګڼـی .

تاسی ته د خپل ولس او خپلی ژبـی ته د خدمت په لاره کی د لا ډیرو بریاوو هیله مند یو.

په درنښت

دافغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشر تابه جرګه

Afghan Cultural Development Association

Vereins zur Förderung der afghanischen Kultur e.V.

Postfach 850517

51030 Köln

Germany


يادونه : دا پیغام د 2008ع کال د مئ د مياشتی په دریويشتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري په يادغونډه كې، چې د افغان ادبي ټولنې لخوا په پيښور د بورډ دزيارت دتم ځاى دپي سي ايس په كالج كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.