د افغاني كلتوري ټولنې د غمشريكۍ پېغام

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند مشر، د علم او قلم خاوند ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د زړه د ناروغۍ له كبله ددې فاني دنيا څخه سترګې پټې كړې.

موږ ددغه ادبي، وګړنيز،كلتوري او سياسي شخصيت مړينه نه يوازې د دوى درنې كورنۍ ته، بلكې ټول افغان ولس ته يوه لويه ضايع ګڼو او د پاك خداى له درباره دوى ته د بښنې او مغفرت او د كورنۍ ټولو غړيو، مينه والو او خواخوږو ته يې د صبر او استقامت غوښتنه كوو.

قالو انا لله و انا اليه راجعون

چــــې پيـدا شوې تا ژړل خلكو خندل

داسې ومره چې ته خاندې خلك ژاړي.

په درنښت

د افغاني كلتوري ټولنې مشر

محمد حسين شېرزاد