د فرهنګپالې ټولنې د غمشريكۍ پېغام

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې نامتو افغان ساپوه، ويناوال، ليكوال او سياستوال دوكتور كبير ستوري په پردېسۍ كې خپله ساه ابدي پردېس استازي ته وسپارله. اروا دې يې ښاده او جنتونه دې يې په برخه وي.

ارواښاد كبير ستوري، په وينا او عمل دواړو كې د لوى افغانيت، سياسي خپلواكۍ، ټولنيز نياو، د لوى پښتني ټولنې د رامنځته كيدنې او د هغې د هوساينې او بسياينې د ستر انساني ارمان لپاره ستړيا نه منونكې او قدر وړ خدمتونه ترسره كړي دي.

افغان فرهنګپاله ټولنه د نوموړي مړينه د هېواد او سيمې د سياسي_كلتوري بهير لپاره ستره تشه ګڼي، ځان د هغه د كورنۍ، دوستانو او همفكرانو سره د هغه د مړينې په غم كې شريك ګڼي او يو ځل بيا د هغه لپاره د لوى څښتن له درباره د بښنې او جنت غوښتنه كوي.

فرهنګپالې ټولنې مشرتابه جرګه ګۍ

اغوس _ ډنمارك

د 2006م كال د اپريل 5مه