د افغان رسالې د خواخوږۍ اوغمشريكۍ پېغام

په خواشينۍ سره مو خبر اخيستې دى، چې د المان غږ راډيو د پښتو خپرونو پخوانى همكار او د تون ــ بلوڅ د ټولنې بنسټ ايښودونكى او وروسته د پښتون سوسيال ډيموكراټ ګوند مشر او بنسټ اېښودونكى خداى بښلي ډاكتر كبير ستورى د 1385هـ ش كال د وري د مياشتې په 15، چې د 2006 كال د اپريل له 4 مې نېټې سره سمون خوري، سهار مهال د زړه د ناروغۍ له كبله په جرمني كې په حق ورسېد.

انا لله و انا اليه راجعون.

ډاكتر كبير ستورى د پښتو د ادبياتو په اسمان كې هغه ځلانده ستورى دى، د كوم له رڼا څخه چې د پښتني ټولنې د ژوند هر ګوټ ګوټ ته روښنايي رسېږي. دى پر يو شمېر علمي كتابونو سربېره د شعرونو ټولګې هم لري. ډاكتر ستورى په ادبياتو كې د ځانته سبك څښتن و او د خپل پښتني چاپېريال ناخوالې يې د سوز ډكو شعرونو په پاړكو كې نغاړلي دي.

د افغان رسالې كاركوونكي د خپل دې دروند او ريښتيني پښتون روح ته په درود استولو سره دده كورنۍ او پاتې كسانو ته له لوى خداى « ج » څخه د صبر او زغم غوښتنه كوي .