ملي ليكوال او سياستوال ارواښاد ستورى

دروند او منلى ملتپال سياستوال، ليكوال، شاعر، څېړونكى او د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند مشر كبير ستوري په جرمني كې له دې نړۍ سترګې پټې كړې.

خداى بښلى كبير ستورى د پښتون سوشل ډيموكراټيك ګوند PSDP مشر په توګه له كلونو راسې پښتون ملت او پښتو ژبې ته په ګڼو اړخونو كې په خدمت بوخت پاتې شوى او په بېلابېلو غونډو، كنفرانسونو او سيمينارونو كې يې د پښتون ملت سياسي، ټولنيز، فرهنګي او ملي تاريخ په اړه ويناوې كړي او په شعر او نثر كې يې يو شمېر كتابونه خپاره كړي. د ارواښاد ستوري ګڼې مقالې هم په بېلابېلو هېوادنيو او بهرنيو خپرونو كې چاپ شوي او د پښتونخوا په نامه يې له جرمني څخه د PSDP له اړخه مهالنۍ هم خپره كړې ده. د شعرونو پېنځه ټولګې او څېړنيز كتابونه يې تر دې دمه اوه (7) خپاره شوي دي.

مرحوم ستورى د پښتونخوا د پوهنې دېرې د افتخاري غړي په توګه ددغه كولتوري رغښت په غوړېدا كې درنه ونډه لرلې. ښايي ياده كړو، چې د پښتونخوا دپوهنې دېرې په بېلابېلو اړخونو كې د پښتو (48) كتابونه خپاره كړي دي.

ارواښاد ستوري په مېړانه او متانت د پښتون ملت د سياسي، فرهنګي مبارزې جنډه لوړه او رپانده ساتلې، په كولتوري، ادبي او ټولنيزه كچه يې درانه خدمتونه سرته رسولي، چې د لرې _برې پښتونخوا په تاريخ كې به ياد ساتلى شي.

“ملي هنداره”

، دريم كال

اتمه _ نهمه ګڼه،

اپريل_مى 2006، زېږيز كال _ لندن