يوه ستره او نه جبران كېدونكې ضايعه

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې د هېواد نامتو ليكوال، سياستوال او څېړونكي ډاكتر كبير ستوري له دې دنيا څخه سترګې پټې كړې.

انا لله و انا اليه راجعون.

د “حركت” ورځپاڼه د ډاكتر كبير ستوري مړينه د ټولو پښتنو دپاره يوه ستره او نه جبران كېدونكې ضايعه بولي او په دې اړه د هغه كورنۍ او ملګرو سره ځان په غم كې شريك ګڼي. ده ته د خداى « ج » له دربار څخه د مغفرت او كورنۍ ته يې د صبر غوښتنه كوي.

دوه مياشتنۍ خپرونه،

پرلپسې 9 او 10 ګڼه