د دوستۍ فرهنګي ټولنې د غمشريكۍ پېغام

په سويډن كې د دوستۍ فرهنګي ټولنې مشرتابه جرګې په زياته خواشينۍ سره خبر ترلاسه كړ، چې د هېواد د ښه شاعر، ليكوال او څېړونكي ډاكتر كبير ستوري د 2006عيسوي كال د اپريل د مياشتې په څلورمه نېټه د سې شنبې په ورځ د ابد لپاره له فاني نړۍ نه سترګې پټې كړې.

انا لله و انا اليه راجعون

ډاكتر كبير ستورى زموږ د هېواد يو پياوړى ليكوال او سياست وال و، هغه څومره چې د علم او معرفت سره علاقه درلوده، په زياته اندازه يې له هېواد او هېوادوالو سره هم مينه لرله.

خپله دغه مينه او علاقمندي يې د سياست تر ډګر علاوه د شعر په ژبه په ډېرو نازكو او پيېلو ادبياتو منعكس كړې ده. هغه په افغانستان كې د يوه پښتون ديموكرات ګوند د بنسټ اېښودونكيو له جملې څخه ګڼل كېږي.

له بده مرغه هغه ناروغي، چې ډاكتر كبير ستورى يې له خپلو خپلوانو څخه جلا كړ، له ډېره وخته هغه ارامۍ ته نه دى پرېښى او تل يې ځوراوه.

ارواښاد ډاكتر ستوري د مهاجرت او هېواد نه د لېرې توب له ستونزمنو شراېطو او ناخوالو سره تل تلاښ كاوه، چې د افغان ولس په چوپړ كې اوسي. هغه تل زموږ له فرهنګي ټولنې سره خپلې پېرزوينې او ښې اړيكې جاري ساتلې وې.

د دوستۍ فرهنګي ټولنه په داسې حال كې چې د ارواښاد په ناببره مرګ غمجنه شوه، د ارواښاد مړينه يوه لويه علمي او فرهنګي ضايع بولي، ځانونه د ارواښاد كبير ستوري د كورنۍ د پاتې كسانو او د هغه مرحوم له علاقمندانو او دوستانو سره په دغه ستر غم كې شريك ګڼو. روح دې ښاد وي.

د دوستۍ فرهنګي ټولنې د مشرتابه جرګې

په استازيتوب

حبيب الله غمخور