د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست پیغام

د لوی او بخښونکی خدای په نوم

د کونړ میشتو فرهنګیانو او فرهنګپالو نه مننه کوم چې د هیواد نوماند لیکوال ، شاعر او ژونالست، ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د لومړی تلین لمانځ غونډه ئې جوړه کړه. ارواښاد ستوری نه یواځی شاعر، لیکوال او ژورنالست ؤ ،بلکی یو سیاسی او ټولنیز شخصیت ؤ.

ستوری د پښتو ژبې په علمی کیدو کې نه ستړکیدونکی هلې ځلې کړی چې ښه بیلګه ئې د ساپوهنې او ژبساپوهنې په برخه کې د څو علمی اثارو لیکل دی.

روح ئې ښاد او نوم ئې تل پاتی

عبدالقيوم حکیمزی

دکونړ ولایت د اطلاعاتو او کولتور ریس


[vid=files/videos/KunarGhonda2.flv]

يادښت : دا پیغام د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.