د کونړ ولایت د ځوانانو د اصلاحی ټولنی پیغام

د لوی او بخښونکی خدای په نوم

ډاکتر عبدالکبیر ستوری چې په کونړ ولایت کې د خاص کونړ په ولسولۍ کې زیږیدلی، محترم د ویاړه ډک انسان ؤ او د سپیڅلی ژوند خاوند ؤ، د هر وړوکی سره وړوکی او د هر ځوان سره ځوان ؤ او د همیشه لپاره ئې د وطن فکر کولو نوموړی یو ټولنیز ملی شخصیت ؤ او دهر افغان په درد دردمند ؤ د محترم مړینه د افغانانو لپاره یو ستره ضایعه ده .د کونړو ولایت د ځوانانو اصلاحی ټولنه د مرحوم روح ته د همیشه لپاره د خدای ( ج ) په دربار کې د جنت فردوس غوښتونکی دی

روح دی ښاد وی

فرمان الله فیصل

د کونړو ولایت د ځوانانو اصلاحی ټولنی ریس


[vid=files/videos/KunarGhonda2.flv]

يادښت : دا پیغام د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.