د مرحوم کبير شخصيت


د ځمكې پر مخ د ادم عليه السلام له پيدايښت سره جوخت د انسان داستان پيل شو.

انسان له مختلفو عاداتو، استعدادونو، خصوصياتو او ځانګړتياوو سره د ژوند په ډګر قدم كېښود پېړۍ پېړۍ تېرې شي او داسې هستۍ ورپكې وزېږي، چې د تاريخ حافظ ي په آسانۍ هېرولى نشي، ځكه جودانه قدرې يو لال پكې پيدا شي، نور عالم واړه د تورو كاڼو غر دى. مېړونه مري او يادونه يې پې كېږي، د هستۍ پر ډګر ډېرو ښاغليو قدم ايښى څو شپې يې تېرې كړې او بيا په تورو خاورو كې ورك شوي دي، خو شته دي داسې كسان، چې د قيامت تر ورځې خپلې هستۍ ته د ځمكې پر مخ دوام وركوي ((مرګى نشته زمونږ له پاره دور د ژوندون دى د بقا سندرې وايو نوى ساز نوې نغمې دي)).

مرحوم ډاكټر كبير ستورى له همدې ډلې څخه و، چې خپل فكر نظر او ذهن يې د ليكنو په بڼه مونږ ته پرېښوده.

د ښاغلي ستوري د ليكنو اساسي څانګه اروا پوهنه وه، پدې هكله يې ډېرې ليكنې كړي دي، چې مشهور او چاپ شوى اثار يې دادي: ۱_ ويره. ۲_ ژبسا پوهنه. ۳_ د هوښيارتيا كولتوري بې پلوه تله. ۴_ د هوښيارتيا تله، خوب مانا او نور…..

ددې ترڅنګ مرحوم ستوري خوږه شاعري هم كړې ده، چې د وطن د مينې او د قام د يووالي په رنګ رنګ ده. سكروټه، خوږې مسرې، ژوندي خيالونه سندريز پيغام، او قلم توره يې شعري ټولګې دي په ټولنيز توګه مرحوم (۱۴) چاپ او ناچاپ اثار پښتو ادب ته ډالۍ كړي دي.

د ادبي هڅو ترڅنګ يې ژورنالستيكي فعاليتونه هم دي، چې په آلمان غږ راډېو كې وياند هم پاتې شوى دى.

_ هغه سره له دې، چې درې څلور لسيزې د خواږه هېواد له مهربانې غېږې جدا و مګر ذكر او فكر يې تل په ټول هېواد او خصوصاً د كونړ په شنو درو او ګڼو ځنګلونو كې الوت كاوه.

ښاغلي ستورى وايي:

دا فلـسـفــې وايـي مـلـــګـــرو هـــر انـــسـان مـئين دى

څوك په پيسو باندې مئين څوك په جانان مئين دى

د هـر چـا خـپل كار دى چـې مينې ته څه رنګ وركوي

سـتورى پـه قام، وطـن، پښـتو او په ايمان مئين دى


مرحوم ستوري په 1321 كال د وري 17 نېټه د خاص كونړ په تنر كلي كې د مرحوم لعل محمد خان په كور كې نړۍ ته سترګې پرانيستې وې په هډ پښتون په ټبر ميرداد خېل يوسفزى و، لومړۍ زده كړې يې خاص كونړ او د كابل رحمان بابا په لېسه كې سرته رسولې دي، او لوړې زده كړې يې په جرمني كې پاى ته ورسولې.

مرحوم ستورى بلاخره په 1385 هـ ل كال د وري د مياشتې 15 چې د 2006م د اپرېل د ميشاتې له 4 نېټې سره سمون خوري د سهار په 5 بجو له نړۍ څخه سترګې پټې كړې. او خپل پلارني كلي تنر كې خاوروته وسپارل شو زه خپلې خبرې د مرحوم په دې شعر پاى ته رسوم.

كـــــه د چــــا دا او د چـــــــا دا خـــــــوښــــه ده

زمــــا د خـــپــل قــام ارتــــــــقـا خــــــوښـــه ده

كـه څوك يورپ كې په بنګلو كې خوښه وي

د ســتوري خــپـلـــه پـښــتـونــخــوا خوښه ده


اروا يې ښاده او ياد يې تل وي

يادونه : دا مضمون د 2008ع کال د مئ د مياشتی په دریويشتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري په يادغونډه كې، چې د افغان ادبي ټولنې لخوا په پيښور د بورډ دزيارت دتم ځاى دپي سي ايس په كالج كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.

فضل مولا توره كى ساپي

لیکوال ، د افغان ادبي ټولنی مالي مسول، د خوشحال خان علي لیسی مدير

Fazel Maula Torakey Sapi

Director of Khushal Khan Lycee, Writer